Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د بریټانیا د ځانګړو ځواکونو د جنګي جنایتونو څېړنې دوام لري

د افغانستان اړوند د خپلواکې څېړنې رييس په افغانستان کې د بریټانیوي ځواکونو د جنګي جنایتونو د څېړنو د دوام ډاډ ورکوي.

نوموړی وايي، د دغو څېړنو پایلې به تر بشپړېدو وروسته خپرې شي.

هادن کییف زیاته کړې: « موږ له هغو کسانو مننه کوو چې تر اوسه یې له موږ سره خپل مالومات شریک کړي، او له نورو هم غواړو چې خپل مالومات را سره شریک کړي. څوک چې په دې برخه کې مرستې ته اړتیا لري کولی شي له دفاع وزارت سره اړیکه ونیسي.»

نوموړي دغه راز له هغو کسانو چې، په افغانستان کې د بریټانیوي ځواکونو د جنګي جنایتونو په اړه مالومات لري غوښتي چې، له دغه بنسټ سره یې شریک کړي.

د افغانستان په تړاو د خپلواکې پلټنې رییس، هادن کییف ویلي: « د محدودیت حکم دا دی چې د ټولو شاهدانو هویت خوندي دی او هیڅوک حق نه لري چې هویت یې څرګند کړي او یا داسې اسناد خپاره کړي چې دوی وپیژندل شي.»

تر دې وړاندې د بریټانیا د پولیسو یوه پخواني لوړپوړي قومندان په افغانستان کې د دغه هېواد د ځانګړو ځواکونو د جنګي جرمونو په څېړنو کې پر درې کلن ځنډ نیوکه کړې وه او ویلي یې و چې د دې ځنډ له امله مهم فرصتونه له لاسه ورکړل شوي او څېړونکو ته په اسانۍ شواهد نه دي رسېدلي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه