د پاکستان ولسمشر په بېجېنګ کې له خپل چینايي سیال سره په کتنه کې په نړۍواله ټولنه کې د افغانستان د ادغامېدو او د پراختیايي چارو په تړاو هم خبرې کړې دي.
شي جينپينګ او اصف علي زرداري په دغه غونډه کې د افغانستان د موضوعاتو په اړه د لا زياتو همکاريو پر اړتيا ټينګار وکړ او له سرپرست حکومته يې وغوښتل چې د دغه هېواد خاوره د بل هیڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي.
په نړۍواله ټولنه کې د افغانستان ادغام یو له هغو نورو برخو څخه وو چې د دواړو هېوادونو ولسمشرانو پرې ټینګار وکړ.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، شفقت علي خان په دې اړه وايي: ( دواړو لورو د افغانستان د مسئلې په اړه د نږدې اړیکو او همغږۍ پر ساتلو هوکړه وکړه.
او په نړیواله ټولنه کې د دوامدار پرمختګ او ادغام په ترلاسه کولو کې له افغانستان سره د مرستې لپاره یې د رغنده رول لوبولو پریکړه وکړه.)
په همدې حال کې د سیاسي چارو شنونکي په دې باور دي چې د سیمې هېوادونه لکه چین، پاکستان، روسیه او ایران د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو او په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د یوځای کېدو په برخه کې ډېر مهم رول لري.
د سیاسي چارو شنونکی، نجیب الرحمن شمال بیا وايي: که څه هم د افغانستان ګاونډي هېوادونه لکه، چین روسیه، هندوستان، ایران او پاکستان له افغانستان سره د اړیکو پراختیا غوښتنه درلوده خو د افغانستان حکومت پورې ده چې څه ډول په دې برخه کې عمل کوي.
د سیاسي چارو یو بل شنونکی، عمر نهضت وايي: که په دواړو هېوادونو کې ټيکاو وي دا دواړو هېوادونو په ګټه ده. په افغانستان کې ټيکاو د پاکستان د اقتصادي، سیاسي او ټولنیز پرمختګ لامل کیږي او همدا ډول برعکس هم ده.
که څه هم پاکستان تل په افغانستان کې د ترهګرو ډلو له شتون څخه اندېښنه څرګنده کړې خو اسلامي امارت یو ځل بیا ډاډ ورکوي چې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد ونه کارول شي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت په دې برخه کې وايي: موږ د هر هغه هېواد چې د افغانستان په اړه ښه او مثبت نیت لري قدرداني یې کوو او پر سیمه ییز ثبات باور لرو او خپله ونډه پکې ترسره کول غواړو او هیڅوک دې له افغان خاورې د خطر احساس نه کوي.
د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته چین یو له هغو هیوادونو دی چې له افغانستان سره یې اړیکې ساتلي او وخت په وخت د دغه هیواد استازي افغانستان ته راغلي خو له پاکستان سره یې اړیکې تل له ستونزو سره مخ شوي.
په دې اړه مو اندونه