Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پاکستان کې افغان کډوال: فشارونه ورځ تر بلې زیاتیږي او حالت کړکېچن دی

پاکستان کې مېشت ډېر شمېر افغان کډوال وايي، د پاکستان پولیسو له افغان کډوالو سره خپل ناوړه چلند ته زور ورکړی دی.

 ډېری دغه کډوال په ځانګړې توګه اسلام اباد کې د دغه هېواد د پولیسو د ناوړه چلند له امله اندېښمن دي او وایي، د پاکستان حکومت دوی ته یوه میاشت وخت ورکړی چې له دغه هېواده ووځي.

اسلام اباد کې افغان کډوال، عزت‌الله بخشي طلوع‌نیوز ته و ویل: «د پاکستان حکومت کډوالو ته یوه میاشت وخت ورکړی چې اسلام‌اباد او پاکستان پرېږدي. کډوال په ډېر اندېښمن او کړکېچن حالت کې دي. له بده مرغه نړۍوال بنسټونه او د بشري حقونو سازمانونه د کډوالو وضعیت ته هیڅ پام نه کوي.»

خو ځینې نور افغانان چې، د کډوالۍ قانوني کارتونه هم لري وايي، حتی دوی هم له دې هېواده ایستل کیږي. 

پاکستان کې افغان کډوال، ملک مجاهد شینواري و ویل: «هغه کډوال چې کارتونه نه لري، یا ACC کارت او د UNHCR ټوکن لري، هغوی هم نیول کیږي او افغانستان ته شړل کیږي. هغه کسان چې کارتونه هم لري، هغوی ته یوه ورځ هم وخت نه ورکول کیږي او ورته ویل کیږي چې اسلام‌اباد یا راولپېنډۍ پرېږدي.»

په ورته مهال د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان په یوه ګډه اعلامیه کې له پاکستانه غوښتي چې د کډوالو په برخه کې د بشري حقونو قوانین په پام کې ونیسي.

دغه ګډه اعلامیه کې راغلي: « موږ په ګډه د پاکستان له حکومته غواړو چې د بیا مېشتیدنې هر ډول اقدام د بشري حقونو معیارونو په پام کې نیولو سره پلي کړي، له هغې ډلې قانوني بهیر، د افغان کډوالو چې د څه مودې لپاره په پاکستان کې اوسیږي د ثبت شویو قانوني اسنادو او کارتونو وضعیت وګوري.»

د کډوالو د حقونو فعال، علي رضا کریمي و ویل: « د ښځو او ماشومانو په ګډون زرګونه کورنۍ له ناوړه بشري وضعیت سره مخ دي، خو مسوول بنسټونه او د کډوالو د حقونو مدافعین غلي دي. دا په داسې حال کې ده چې ډېر شمېر دغه کډوال د درېیم هېواد ته د استوګنې رسمي دوسیې لري، خو بیا هم د نیولو او ایستلو له ګواښ سره مخ دي.»

اسلامي امارت ویلي، ټولو را ستنو شویو افغانانو ته به د کډوالۍ چارو د تنظیم کمیسیون له لارې لازم خدمات وړاندې شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه