Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل ښاروالۍ: د استملاک شویو ځمکو لپاره ۳ میلیارده افغانۍ ورکړل شوي دي

کابل ښاروالۍ وايي، له تېرو درېیو کلونو راهیسې یې څه باندې ۳ میلیارده افغانۍ هغو کسانو ته ورکړي چې، ځمکې او یا هم کورونه یې په پراختيايي پروژو کې استملاک شوي دي.

د کابل ښاروالۍ استازي د هغو هېوادوالو د اندېښنو په ځواب کې چې، ګواکې د ځمکو او کورونو د استملاک پیسې به یې ورنکړل شي؛ ویلي، د استملاک پیسې یوازې د ځمکو او کورونو اصلي خاوندانو ته ورکول کیږي.

د کابل ښاروالۍ استازی، نعمت الله بارکزی طلوع‌نیوز ته وایي: « کابل ښاروالۍ د استملاک په برخه کې مالي ستونزه نه لري، هر څومره چې ښاریان د خپلو اسنادو بهیر پایته ورسوي، موږ سره امانت پیسې یې ورکول کیږي.»

له دې سره سم، یو شمېر کابل مېشي بیا د دوی د ځمکو او یا هم کورونو د استملاک پیسو د ورکړې بهیر د چټکتیا غوښتنه کوي.

د کابل ځینې اوسېدونکي چې، کورونه یې له علاوالدین درې لارې تر چهلستونه د ښاروالۍ لخوا استملاک شوي، وايي تر دې مهاله یې د خپلو ځمکو د استملاک پیسې نه دي ترلاسه کړي.

د کابل ښار د اوومې ناحیې اوسېدونکی، امان الله طلوع‌نیوز ته و ویل: «یوه اونۍ وخت ورکړل شوی و چې پیسې مو راکړي، خو دوه میاشتې کیږي او هیڅوک زموږ پیسې یې نه دي راکړي. دوی وايي چې راکوي یې خو نه پوهیږو چې دا به ۱۰ کاله وروسته وي که ۲۰ کاله وروسته.»

د اوومې ناحیې بل اوسېدونکي، محمد حلیم و و یل: «زموږ پیسې راکړئ، موږ غریب خلک یو او اوس د کور له خاوند سره یرغمل شوي یو.»

د اوومې ناحيې ځینې نور اوسېدونکي د دغه سړک جوړېدو ته خوښ بریښي او د ټرانسپورټي اسانتيا په برخه کې یې اغېزناک ګام ګڼي. 

د اوومې ناحیې اوسېدونکي، خان محمد و ویل: « دغه بنسټیز کارونه هم زموږ او  هم هېواد لپاره ګټور دي.» 

تر دې وړاندې کابل ښاروالۍ اعلان کړی و چې په تېرو پنځو میاشتو کې یې له درې میلیارد او ۳۵۰ میلیونه افغانیو ډېر عواید راټول کړي او په دې موده کې د کابل په ۲۲ ناحیو کې ۱۶۵ پراختیايي پروژې پلي شوي، چې پر ۸۲ یې کار روان دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه