Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسلامي امارت ته په انقره کې د افغانستان سفارت سپارل کېدل

د ترکیې په انقره کې د افغانستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه سفارت فعالیت پای ته رسېدلی او په رسمي توګه د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ته سپارل شوی دی.  

په خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان مخکینۍ استازولۍ د اسلامي امارت پرځای د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ته سپارل شوې او د ویانا کنوانسیونونو له مخې، د کوربه هېواد تر واک لاندې ده.

 په انقره کې د افغانستان سفارت ویلي: سفارت د اسلامي امارت د استازي پرځای د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ته وسپارل شو او د ویانا کنوانسیونونو له مخې، د کوربه هېواد تر واک لاندې دی.  

د سیاسي چارو شنونکی،حمایت‌الله احمدي وايي: "د افغانستان سفارتونه په نورو هیوادونو کې د افغانستان ملکیت دي او افغانان او د افغانستان حکومت حق لري چې له نورو هیوادونو کې د استوګنې سفارت څخه د خپلې واکمنۍ په اساس ګټه واخلي."

خو د افغانستان د سفارت له دغه اعلان وروسته، د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رییس ذاکر جلالي ویلي چې د دغه وزارت ډیپلوماټان په انقره کې خپل کار ته دوام ورکوي او کونسلي او ډیپلوماټيکو خدمتونو ته به په روڼتیا او ژمنتیا سره دوام ورکړي.

د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رییس، ذاکر جلالي په دې اړه وايي: «د ترکيې په پلازمېنه انقره کې د افغانستان سفارت د معمول په څېر خپل فعاليت ته دوام ورکوي او د خپلو هېوادوالو او نورو مراجعينو په خدمت کې دی.»

په همدې مهال د اقتصاد وزارت مسلکي معین، عبداللطیف نظري وايي په انقره کې د افغانستان سفارت اسلامي امارت ته سپارل شوی دی.  

ښاغلي نظري طلوع‌نیوز ته و ویل: "د افغانستان او ترکیې اړیکې په سیاسي، اقتصادي، سوداګريزو او ډيپلوماټیکو برخو کې په پرمختګ او پراختیا کې دي. هغه پرانیستنه چې په دې وروستیو کې د افغانستان په سفارت کې په انقره کې شوې، د دوه اړخیزو اړیکو د کچې لوړېدو لامل به شي."

 د سیاسي چارو شنونکی، سلیم پیگیر بیا وايي: "سفارتونه باید یواځې د اسلامي امارت د افغانستان له لوري وي، یا هم د جمهوریت پخوانۍ استازې چې فکر نه کوم حکومتونه او اسلامي امارت د افغانستان سره تعامل وکړي. نو ځکه دا به ښه وي چې د اسلامي امارت افغانستان ته تسلیم شي څو د هغو خلکو لپاره چې هلته مهاجر دي، کونسلي خدمتونه ښه او غوره وړاندې کړي."

بلخوا، له ترکیې او نورو هېوادونو سره د ډیپلوماټیکو اړیکو پراخېدل په ځانګړې توګه په اوسنۍ شرایطو کې د افغانستان لپاره د نړیوالو همکاریو د پیاوړتیا پر لور یو مهم ګام بلل شوی دی.  

 پخوانی ډيپلوماټ، عزیز معارج هم وايي:  "له ګاونډیو هیوادونو سره د ډیپلوماټيکو اړیکو لرل، د سیمې هیوادونه، په ځانګړې توګه هغه هیوادونه چې له افغانستان سره ښه نیت لري، لکه ترکیه چې هیڅکله یې په افغانستان کې منفي مداخله نه ده کړې او تل د مرستې، دوستۍ او ښو اړیکو ملاتړ یې کړی، دا کولی شي چې افغانستان له نړۍوالې انزوا هم و ژغوري."

تر دې وړاندې په لندن، ناروې، سویډن، هند او کاناډا کې د افغانستان د سفارتونو فعالیت درول شوی و او لا تر اوسه دغه استازولۍ اسلامي امارت ته نه دي سپارل شوي.
 
د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رییس، ذاکر جلالي په دې اړه وايي چې د ترکيې پلازمېنه انقره کې د افغانستان سفارت د معمول په څېر خپل فعاليت ته دوام ورکوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه