Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په نږدې راتلونکي کې افغانستان ته د پاکستاني پلاوي د راتګ احتمال

د کابل او اسلام اباد ترمنځ د ترینګلتیاو د زیاتېدو په تړاو له اندېښنو وروسته، د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور ویلي چې افغانستان ته به یو پلاوی واستوي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د خیبر پښتونخوا حکومت تر دې وړاندې له افغان لوري سره اړیکه نیولې وه، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې د ټینګښت لپاره د یوې جرګې د استولو په تړاو خبرې وکړي.

د جیو نیوز د راپور یوه برخه کې راغلي: «د سرچینو په وینا، د خیبر پښتونخوا حکومت په افغانستان او پاکستان کې د سولې د ټينګښت په موخه افغانستان ته د جرګې د استولو په تړاو له افغان لوري سره اړیکه نیولې ده، خو دا غونډه سعودي عربستان ته د اسلامي امارت د دوو مهمو دولتي چارواکو د سفر له امله ځنډېدلې ده.»

 د سیاسي چارو شنونکی، زلمی افغان یار وايي: د پاکستان له جوړېدو راهیسې دغه هېواد له افغانستان سره د کرښې پر سر او ځمکنۍ ستونزې لري. د پاکستان کورني مسایل د هغوی پورې اړه لري. که کومې سیاسي ستونزې لري کولای شي له قونسلي لارو یې افغانستان سره د خبرو په بڼه شریکې کړي.

د اسلامي امارت ویاند وایي چې په اوسنیو شرایطو کې خبرې او مذاکرات د کابل او اسلام ‌اباد ترمنځ د شته ستونزو د هواري لپاره مهم دي.

د سیاسي چارو ځينې شنونکي پر دې باور دي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې ستونزې زیاتې شوې دي.

د دغو شنونکو په وینا، د بندرونو تړلو، پر افغانستان بریدونو او د افغان کډوالو نیولو او اېستلو د دواړو هېوادونو اړیکې لا پسې ترینګلې کړې دي.

د سیاسي چارو شنونکی، ویس ناصري هم وايي: "له بده مرغه هغه سیاسي کشمکش چې په کابل او اسلام آباد کې رامنځته شوی او له بده مرغه هغه مخامخ کیدنې چې موجودې دي، د افغانستان پر کډوالو چې په پاکستان کې دي او په ټوله کې د افغانستان په امنیت، اقتصاد او ثبات منفي اغیزه لري."

د سیاسي چارو یو بل شنونکی، احمد خان اندړ بیا وايي: "د اسلامي امارت د بیا واکمنۍ وروسته په افغانستان کې موږ وینو چې په هیواد کې ټوله امنیت موجود دی، جګړې پاېته رسېدلي، خو پاکستان بیا هم هڅه کوي چې په خپل سټراټيژیک پلان کې د افغانستان لپاره کوم بدلون رامنځته نه کړي او خپل ټرانزیټي، ټرانسپورټي، صادراتي او وارداتي لارې د دواړو هیوادونو ترمنځ بندوي."

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د پاکستان ولسمشرپه بیجینګ کې له خپل چینایي سیال سره په کتنه کې د افغانستان له سرپرست حکومته وغوښتل چې د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان د خاورې د کارول کېدو مخه ونیسي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه