اسلامي امارت د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د پخواني ځانګړي څېړونکي وروستۍ څرګندونې رد کړې.
په داسې حال کې چې امریکا متحده ایالتونو له ۸۵ ورځو راهیسې له افغانستان سره خپلې بهرنۍ مرستې ځنډولي، د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي پخواني څېړونکي جان ساپکو ادعا کړې چې د امریکا د مالیه ورکوونکو د مرستو د پام وړ برخه د طالبانو لاسته لوېدلې ده.
نوموړي له فاکس نیوز سره په مرکه کې ټینګار کړی چې امریکا پر خپلو مرستو دقیقه څارنه نه لري او دا بهیر به همداسې دوام ومومي.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی مخکینی څېړونکي، جان سوپکو ویلي: «موږ پوهیږو چې ډېره زیاته مرسته د طالبانو لاس ته ورغلې ده او پوهېږو چې دا بهیر به دوام ومومي، ځکه له بده مرغه هېڅوک په میدان کې نشته. پیسې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان او نورو نړیوالو بنسټونو له لارې تېرېږي او موږ واقعاً دقیقاً څارنه نه لرو.»
بلخوا، د افغانستان اقتصاد وزارت د دغو ادعاوو په ردولو سره وایي، چې اسلامي امارت په نړیوالو مرستو کې هېڅ ډول لاسوهنه نه لري، بلکې د نړیوالو بنسټونو لپاره یې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي دي.
د اقتصاد وزارت مسلکي معین، عبداللطیف نظري وايي: د افغانستان اقتصاد وزارت د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مخکیني پلټونکي، جان سوپکو څرګندونې ردوي. د اسلامي امارت په حکومت کې د ټولو بهرنیو مرستو وېش روڼ او تر څار لاندې و. د اقتصاد وزارت هڅه هم دا وه چې بهرنیو مرستو ته اسانتیاوې برابرې کړي او هیڅ ډول لاسوهنه یې پکې نه درلوده.
د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالبصیر تره کی په دې اړه وايي: دوی باید ډېره هڅه وکړي چې خپلو مرستو ته په منظم شکل دوام ورکړي. دوی باید نړۍوالې ټولنې ته دا ثابته کړي چې دغه مرستې بې وزلو ته رسیږي، باید دا ثبوت ورکړي چې دغه مرستې په فلاني کلي کې فلانۍ کورنۍ ته رسیږي څو هغوی قانع شي او هیله ده چې دغه مرستې بندې نه شي.
سوپکو دغه راز زیاته کړې چې د امریکا ټولو ادارو په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې پیسې په سمه توګه نه دي لګولې.
دا په داسې حال کې ده چې سیګر په خپل وروستي د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ میاشتې تر ۳۱ د دې ادارې د فعالیت د درېدو خبر ورکړی و.
په دې اړه مو اندونه