ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې په ورځ د داعش د ګواښونو د ارزولو او د دغه سازمان د سرمنشي د شپږ میاشتني راپور د ارزونې لپاره یوه ځانګړې غونډه وکړي.
په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټرش شپږ میاشتنی راپور چې په هغه کې، د داعش خراسان څانګه لا هم د افغانستان دننه او بهر یو جدي ګواښ بلل شوی، هم ارزول کېږي.
دغه راپور د داعش وروستیو بریدونو ته په نغوتې سره ویلي دي، شونې ده دغه بریدونه د امنیت په ټینګښت کې د اسلامي امارت د بریاوو د کمزوري کولو لپاره شوي وي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي د شپږ میاشتني راپور په یوې برخه کې راغلي:«د سرمنشي د راپور له مخې، د داعش خراسان څانګه د افغانستان دننه او له پولو هاخوا تر ټولو لوی ترهګریز ګواښ ګڼل کېږي. راپور د ۲۰۲۴ د ډسمبر ۱۱ د داعش خراسان څانګې ځانمرګي برید ته نغوته کړې، چې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر خلیلالرحمن حقاني پهکې ووژل شو او یادونه کوي چې دا برید ښايي په افغانستان کې د طالبانو د امنیتي لاستهراوړنو د کمزوري کولو هڅه وه.»
که څه هم سرپرست حکومت د دغه راپور په تړاو څه نهدي ویلي؛ خو تر دې وړاندې یې نورو هېوادونو ته د افغانستان له خاورې د هر ډول ګواښ پېښېدل رد کړي او له نورو هېوادونو یې هم غوښتي دي چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې هڅې وکړي.
د نظامي چارو شنونکی کامران امان په دې هکله طلوعنیوز ته وویل:«دا د پردیو هېوادونو نیابتي او استخباراتي ډلې دي، چې د داعش په نامه استخدام شوي او د افغانستان د خلکو یا بهرنیو په نښه کولو سره غواړي خپلې موخې ترلاسه کړي.»
د نظامي چارو شنونکی زلمی افغانیار هم څرګندوي:«کله چې دغه موضوع د امنیت شورا په کچه څېړل کېږيو په دې معنا ده، چې نړۍواله موضوع ده، نو کله چې افغانستان د ترهګرۍ له موضوع اغېزمن ده؛ نو نړۍ ولې له افغانستان سره همکاري نهلري، چې دغه موضوع په سمه توګه سر ته ورسېږي.»
د داعش د ګواښونو په اړه د امنیت شورا ناسته داسې مهال جوړېږي، چې تر دې وړاندې اسلامي امارت ویلي و، چې د لاس ته راغلو شواهدو پر بنسټ، داعش د پاکستان تر حاکمیت لاندې د فعالیت جواز ترلاسه کړی دی.
په دې اړه مو اندونه