Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

نړۍوالې اندېښنې؛ د مرستو ځنډېدل د افغانستان د خلکو پر ژوند منفي اغېزې لري

د اکپس څېړنیز سازمان، افغانستان کې بشري وضعیت ته په کتو، پر افغانستان د امریکا د بشري مرستو د ځنډولو او پرېکېدو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده.

دغه سازمان زیاته کړې، چې د هر ډول بشرپاله یا د بشري عملیاتي بودیجې کموالی، د افغانستان پر خلکو په ځانګړې توګه، پر هغو کسانو چې، بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري، د پام وړ منفي اغېز ولري.

د دغه سازمان د راپور پر بنسټ، د ۲۰۲۵ کال تر مارچ میاشتې به د افغانستان یو په درېیمه برخه وګړي د خوړو له سختې نا امنۍ سره مخ شي.

د دغه سازمان د راپور په یوې برخه کې راغلي:«امریکا د بشري مرستو ستره تمویلونکې ده، چې د اوچا د راپور له مخې یې په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان د راپور شویو بشري مرستو ۴۳٫۹ سلنه جوړوله او تمه وه، چې په ۲۰۲۵ کال کې له افغانستان سره  لږترلږه ۲۳۴ مېلیونه ډالره بشري مالي مرسته وکړي.»

په داسې حال کې چې د ځینو افغانانو اقتصادي وضعیت لا هم کړکېچن ګڼل کېږي، په افغانستان کې د نړۍوالو مرستو د بندېدو په تړاو اندېښنې زیاتې شوې دي.

شیرین اغا چې د خپلې کورنۍ یوازینی نفقه پیدا کوونکی دی، د ژوند لګښتونو د پوره کولو لپاره د کابل ښار د سړکونو پرغاړه له سهاره تر ماښامه کار کوي.

هغه پر اقتصادي ستونزو سربېره، د کار له نشتوالي هم شکایت لري:«اقتصادي ستونزې زیاتې دي. دلته راځو؛ خو د کور لګښت پوره کولای نه‌شم. یوه ورځ عاید شته او یوه ورځ نه.»

د کابل بل اوسېدونکی سلیم هم وویل:«پروژې باید پیل شي. کارخونې فعالې شي، چې خلک کار ته لاسرسی پیدا کړي، اسلامي امارت باید دا فعال کړي.»

 له بلې خوا، د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د دغه هېواد د نړۍوالې پراختیا د ادارې یا «USAID» د تړلو غوښتنه کړې ده. دغه اداره د نړۍ د بې وزلو هېوادونو، په ځانګړې توګه د افغانستان لپاره تر ټولو لویه مرستندویه اداره ده او د دې ادارې احتمالي بندېدو پراخې اندېښنې راپارولې دي.

 د اقتصادي چارو شنونکی میر شاکر یعقوبي په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«له کومه ځایه چې، یو‌اېس‌اې‌ای‌دي د زده‌کړو، روغتیا او پراختیايي برخو کې فعالیت کوي او د بېخ‌بنا په برخه کې هم فعال رول لري، په هغو صورت کې چې په افغانستان کې د هغه فعالیت وځنډول شي، یا هم ودرول شي، څرګنده ده چې په افغانستان کې په روغتیايي او روزنیزه برخه کې د خدمتونو وړاندې کول په بشپړه توګه پرې کېږي.»

ورته مهال، اقتصاد وزارت وویلي، د امریکا له لوري پر هغو نړۍوالو مرستندویه بنسټونو د مرستو بندېدل، چې په افغانستان کې په بشرپاله برخو کې فعالیت کاوه، له مالي پلوه منفې اغزې لرلې دي.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب څرګندوي:«د امریکا د بهرنیو مرستو ځنډېدل، د ملګرو ملتونو ځينې بنسټونه چې د بشري مرستو په برخه کې فعالیت کاوه، د مالي سرچینو له پلوه اغېزمن کړي او بشري مرستې باید د سیاسي مسایلو په توګه استفاده نه‌شي.»

د اکپس د څېړنیز سازمان په راپور کې دغه‌راز راغلي، لا هم څرګنده نه‌ده، چې د روغتیا له نړۍوال سازمان به د امریکا وتل د افغانستان پر کړکېچن روغتیایي حالت څه اغېز ولري؛ خو د افغانستان روغتیایي نظام لا هم له ستونزو او د روغتیا له ټولنیزو ناخوالو سره مخ دی او مخ پر خرابېدو دی. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه