د دفاع وزارت، له ازبیکستانه امریکا ته د اوو بلیک هاک چورلکو لېږد د نه منلو وړ بللی دی.
دغه وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره له امریکا غوښتي، چې افغانستان ته د ټولو چورلکو د بېرته ستنولو پر وړاندې خنډونه رامنځته نهکړي او دا چورلکې افغانانو ته وسپاري.
د دفاع وزارت ویاند عنایتالله خوارزمي ویلي:«ګاونډي هېوادونه هم باید افغانانو حقوقو ته درناوی وکړي. موږ له امریکا هم غواړو چې، افغانستان ته د دغو ټولو چورلکو د بېرته ستنولو په وړاندې خنډونه رامنځته نهکړي؛ بلکې هغه افغانانو ته وسپاري.»
له دې مخکې، ازبیکستاني رسنیو راپور ورکړی وو، اووه بلکهاک چورلکې چې د افغانستان د تېر حکومت له پرځېدو وروسته، ازبیکستان ته لېږدول شوې وې، امریکا ته یې سپارلې دي.
د مخکیني حکومت تر پرځېدو وروسته، ۴۶ نظامي الوتکې او چورلکې ازبیکستان ته ولېږدول شوې. د دفاع وزارت ویاند وایي، د اسلامي امارت تر واکمنېدو مخکې په افغانستان کې ۱۶۴ نظامي الوتکې وې، خو اوس ۸۱ الوتکې پاتې دي.
د نظامي چارو شنونکی هادي قریشي په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«ازبیکستان له کابل سره تر هوکړې وروسته باید یوې پایلې ته رسېدلی وای؛ خو دا کار یې ونهکړ او د افغانستان شتمنۍ یې په مستقیمه توګه امریکا ته ورکړه.»
د سیاسي چارو بل شنونکی فضلالرحمان اوریا هم څرګندوي:«د افغانستان حکومت په اوسنیو شرایطو کې، باید له امریکا سره مذاکرې پيل کړي، چې پر ازبیکستان فشار رانهوړي. او همدارنګه د ازبیکستان له دولت سره دې پراخې مذاکرې پلان او مدیریت کړي، چې د دغو مذاکراتو پایله، هغه نظامي تجهیزات چې د افغانستان ملکیت دی او په ازبیکستان کې پاتې دي، بېرته افغانانو ته ورکړل شي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر تل په افغانستان کې د نظامي تجهیزاتو پرېښودل غیر معقوله پرېکړه بللې. خو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، په افغانستان کې پاتې نظامي تجهیزات په اسلامي امارت پورې اړه لري.
په دې اړه مو اندونه