Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کورنیو چارو وزارت: په افغانستان کې هېڅ ګواښ رامنځته کوونکې ډله نشته

د کورنیو چارو وزارت د هغو نړۍوالو سازمانونو اندېښنې ردوي چې وايي ګواکې، په افغانستان کې داسې ډلې شته چې سیمې او نړۍ ته ګواښ پېښوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع، د افغانستان امنیتي وضعیت د تېرې یوې لسیزې پرتله بې‌ساری ګڼي.

هغه زیاتوي، چې د ترهګرو ډلو کوچني او واړه فعالیتونه د افغانستان له پولو بهر د سیمې په هېوادونو کې پلان شوي دي.

 د کورنیو چارو وزارت ویاند په دې هکله وویل:«د افغانستان اسلامي امارت د هېواد پر ټوله ځمکه مطلقه واکمني لري او هېڅ کس او یا ډلې ته اجازه نه‌ورکوي، چې د هېواد امنیت خراب کړي. د ځينو نړۍوالو سازمانونو او بنسټونو او یا هم د نړۍوالو او ګاونډیو هېوادونو اندېښنې، چې ګواکې د افغانستان له خاورې هغوی ته امنیتي ګواښونه متوجه دي، بې‌ځایه او بې بنسټه دي او موږ دغه موضوع په بشپړه توګه ردوو.»

ورته مهال، ټاکل شوې، سبا د داعش د ګواښونو په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ځانګړې غونډه جوړه شي. په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي شپږ میاشتنی راپور چې په یوه برخه کې د داعش خراسان څانګه د افغانستان لپاره یو جدي ګواښ بلل شوې، هم ارزول کېږي.

د نظامي چارو شنونکی صادق شینواری په دې هکله وايي:«دا چې یوه نړۍواله ستونزه او ګواښ شمېرل کېږي، د دغې ډلې د له‌منځه وړلو او مهارولو لپاره باید د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یوه سیمه‌ییزه اجماع رامنځته کړي.»

بلخوا، په اسلام‌اباد کې د روسیې سفیر ویلي، مسکو د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د افغانستان له اقداماتو ملاتړ کوي. آلبرټ خوروف زیاته کړې، چې هېواد یې له افغانستان او پاکستان سره د رغنده همکاریو پیاوړتیا ته ژمن دی.

 په اسلام‌اباد کې د روسیې سفیر ویلي:«په افغانستان کې د سولې او ټيکاو پیاوړتیا او د دغه هېواد له خاورې د ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې مبارزه په سیمه کې زموږ له ګډو ګټو سره اړخ لګوي.»

له دې مخکې، سیګر هم په یوه راپور کې ویلي و چې په ۲۰۲۴ کال کې د داعش بریدونه زیات شوي او د دې ډلې خراسان څانګه افغانستان، ایران، ترکیې، پاکستان او روسیې ته ګواښ بلل کېږي.

خو اسلامي امارت دا راپور د داعش ډلې لپاره تبلیغ بللی و.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه