د لوګر-میدان وردګو د سړک جوړولو تړون د ۷۱۳ مېلیونه افغانیو په ارزښت له دوو کورنیو شرکتونو سره لاسلیک شوی دی.
د ټولګټو وزارت وايي، چې دا سړک له ۳۱ کیلومتره زیات اوږدوالی لري او ټاکل شوې، چې د جوړولو کار یې په ۱۶ میاشتو کې بشپړ شي.
د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس زیاتوي، چې دا سړک د میدان وردګو ولایت د دره تنګي څخه پیلېږي او د لوګر ولایت مرکز پل علم سره وصلېږي.
ښاغلی حقشناس په دې هکله وايي:«دغه پروژه دوه برخې لري، چې لومړۍ برخه یې ۱۷٫۴ کیلومتره او دویمه برخه یې ۱۴٫۲ کیلومتره اوږدوالی لري. دغه سړک د میدان وردګ ولایت د دره تنګي، قلعه امیر کلي څخه پیل او د الوزي، دوغاباد، شلک او بابوس له لارې تېرېږي او په پای کې د لوګر ولایت مرکز پل علم سره وصلېږي.»
بلخوا، یو شمېر موټر چلوونکي چې د لوګر–میدان وردګ پر لویه لاره تګ راتګ کوي، وایي چې د دغه سړک په جوړېدو سره به مسافر په کم وخت کې تر خپلو منزلونو ورسېږي.
موټر چلوونکی حزبالله په دې هکله وايي: «موږ هیله لرو چې د دې پروژې کارونه ژر تر ژر بشپړ شي؛ ځکه چې بشپړېدل یې خورا ګټور او اړین دي.»
بل موټر چلوونکي ادم خان هم وویل:«دا سړک خورا تنگ و او پېښې هم د دې له امله رامنځته کېدې، چې سړک کم عرض او یوه لار و. که د دې سړک کار په جدي توګه ترسره شي، نو دغه ستونزې او پېښې به لهمنځه ولاړې شي.»
د اقتصادي چارو شنونکي هم د ولایتونو ترمنځ د معیاري سړکونو پر جوړېدو ټینګار کوي.
د اقتصادي چارو شنونکی اسماعیل ځدراڼ څرګندوي:«د دغه سړک په جوړولو کې باید نړۍوال معیارونه په پام کې ونیول شي او د جوړولو لپاره باید لوړ کیفیت لرونکي مواد او کرېړ وکارول شي.»
تر دې وړاندې د ټولګټو وزارت معین له طلوعنیوز سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي و، چې دا مهال د سالنګ لویې لارې پر بیارغولو سربېره، د کابل – کندهار، کابل –جلالاباد او نورو سړکونو د جوړېدو چارې هم روانې دي. د نوموړي په وینا دغهراز د بیارغونې د پروژو په لړ کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د وسپنې پټلۍ د پراختیا چارې هم دوام لري.
په دې اړه مو اندونه