Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسلامي امارت: داعش په افغانستان کې هېڅ ځواک نه‌لري او ځپلی شوی

د داعش د ګواښونو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې له جوړېدو سره هم‌مهاله، اسلامي امارت وایي، چې دغه ډله یې ځپلې او په افغانستان کې هېڅ ځواک نه‌لري.

د امارت اسلامي ویاند ذبیح‌الله مجاهد طلوع‌نیوز ته ویلي، چې په سیمه کې د دغې ډلې فعالیتونه په افغانستان پورې تړاو نه‌لري.

د اسلامي امارت ویاند په دې هکله زیاتوي:«داعش په افغانستان کې ګواښ نه‌دی او ځواک هم نه‌لري؛ بلکې سخت ځپل شوی او نور د افغانستان له خاورې نور ګواښ نه حسابېږي. دا چې د دې پایلې په سیمه‌ییزه کچه څومره دي، په موږ پورې اړه نه‌لري؛ خو موږ ډاډه یو چې د داعش ښکارنده په افغانستان کې خطر نه‌دی.» 

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن (دوشنبه) د کابل پر وخت د ماښام ۷:۳۰ دقیقو د ترهګریزو ډلو، په ځانګړې توګه د داعش، د ګواښونو په اړه ځانګړې غونډه جوړه کړه.

 د سیاسي چارو شنونکی فضل‌الرحمان اوریا په دې هکله وايي:«زموږ په سیمه کې، د داعش مرکزونه د پاکستان د بلوچستان په سیمه کې موجود دي، چې دا مراکز د افغانستان او د سیمې د هېوادونو لپاره یو ګواښ ګڼل کېږي. اړتیا ده چې افغانستان د دغه ګواښ پر وړاندې د بېلابېلو هېوادونو له ملاتړ برخمن شي.»   

د سیاسي چارو بل شنونکی سلیم پیګیر هم څرګندوي:«په افغانستان کې د یوناما د دفترونو د کار غځول حتمي دي؛ ځکه چې یوناما نه یوازې په تېرو درې کلونو کې، بلکې په وروستیو کلونو کې هم افغانستان ته د پام وړ مرستې رسولې دي.» 

یوناما به په داسې حال کې د امنیت شورا د نننۍ غونډې برخه وي، چې د ملګرو ملتونو د یاسي دفتر یا یوناما یو کلن ماموریت د روان زېږیز کال په مارچ میاشت کې پای ته رسېږي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه