Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بهرنیو چارو وزارت: ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي څرګندونې بې‌بنسټه دي

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ترهګرو پر پټن‌ځای د افغانستان د بدلېدو په تړاو د ملګروملتونو په سازمان کې د پاکستان د دایمي استازي منیر اکرم څرګندونې بې بنسټه بللې دي.

د یاد وزارت د عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل ویلي چې، د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو هېڅ ګواښ متوجه نه‌دی او د وروستیو پېښو عاملان د ډيورنډ فرضي کرښې له هاخوا افغانستان ته راځي.

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو مسوول په دې هکله وايي:«نړۍوالې ټولنې ته په ډاډ څرګندوو، چې په افغانستان کې د داعش یا د نورو ډلو پټن‌ځایونه د اسلامي امارت له راتلو وروسته، په بشپړه توګه له‌منځه تللي دي او عملاً د افغانستان له خاورې هېڅ هېواد ته، هېڅ ډول خطر نه دی رامنځته شوی. که‌چېرې په افغانستان کې کومه امنیتي پېښه رامنځته کېږي عاملین یې د ډیورنډ کرښې له پورې غاړې راوښتي دي.»

نوموړي دغه‌راز زیاته کړې، چې ځینې هېوادونه هڅه کوي افغانستان بې‌ثباته وښيي، څو د افغانستان او نړۍ ترمنځ د بې باورۍ فضا رامنځته کړي.

ضیا احمد تکل په دې هکله څرګندوي:«د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت پر نړۍوالې ټولنې غږ کوي، ځينې هېوادونه د دې پر ځای چې خپلو کورنیو سیاستونو کې د سمونونو له لارې خپلې سیاسي، امنیتي او اقتصادي ثبات ته کار وکړي هڅه کوي، چې افغانستان د ناسمو تبلیغاتو له مخې بې‌ثباته وښيي.»

دا په داسې حال کې ده چې منیر اکرم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ناسته کې ادعا کړې وه، چې افغانستان د داعش-خراسان د جنګیالیو د جذب مرکز ګرځېدلی دی.

بلخوا د سیاسي چارو ځينې شنونکي هم په دې باور دي، چې دم‌ګړۍ داعش د افغانستان او نورو هېوادونو پر وړاندې د پاکستان له خاورې فعالیت کوي.

د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیګیر په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«په سیاست کې هېڅ شی هم ناڅاپي نه‌دي، لکه‌څرنګه چې، د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د پاکستانیانو استازي ادعا وکړه او په سبا یې چاودنه کېږي؛ نو لکه څرنګه چې موږ پوهېږو او ټوله نړۍ پوهېږي، چې پاکستان په افغانستان او سیمه کې د داعش - خراسان یو له ملاتړو دی.»

د سیاسي چارو بل شنونکی ویس ناصري هم څرګندوي:«د پاکستان په امنیتي سیاست کې، د ګاونډیو پر ضد یې له ترهګرو ډلو استفاده، تل د پاکستان یوه له بنسټیزو سیاستونو څخه ده، چې له بده مرغه دا د پاکستان د ټولو پوځي او نا پوځي دولتونو د ټولو ترهګرو ډلو د رامنځته کېدو عامل دی.»

دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي، چې د ملګروملتونو د امنیت شورا غړو د امریکا، چین، روسیې او پاکستان د استازو په ګډون د سې شنبې په شپه په سیمه کې د داعش د فعالیتونو په تړاو غونډه وکړه.
 
منیر اکرم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ناسته کې ادعا کړې وه، چې افغانستان د داعش-خراسان د جنګیالیو د جذب مرکز ګرځېدلی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه