ملګرو ملتونو سازمان د امریکا د مرستو له بندېدو وروسته اعلان کړی، چې دا چاره به په پاکستان کې پر ۱٫۲ مېلیون افغان کډوالو هم اغېز وکړي.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي چې، په روان کال کې په افغانستان، بنګلهدېش او پاکستان کې د حیاتي پروګرامونو د مخته بیولو لپاره څه باندې ۳۰۸ مېلیون ډالرو ته اړتیا ده.
د ملګروملتونو له قوله رپوټ ورکړی چې د امرکیا د مرستو بندیدل به په پاکستان کې پر څه باندې یو اعشاریه ۲ میلیونه افغان کډوالو د پام وړ اغیز وکړي.
ترکي رسنیو ویلي، د ملګروملتونو د نفوس صندوق اعلان کړی چې په افغانستان، پاکستان او بنګله دیش کې د حیاتي پروګرامونو د دوام لپاره یاد هېوادونه په ۲۰۲۵ کال کې ۳۰۸ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري.
د ترکي رسنیو د راپور په یوې برخه کې راغلي:«د ملګروملتونو د راپور له مخې، د ټرمپ د پرېکړې او امریکا تر ملاتړ لاندې څه باندې ۶۰ مرکزونو د تړل کېدو له امله په پاکستان کې شاوخوا ۱٫۷ مېلیونه کسان له هغې ډلې ۱٫۲ مېلیونه افغان کډوال په مستقیم ډول تر اغېز لاندې راشي.»
پاکستانی خبریال طاهر خان په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«هغه بنسټونه چې امریکا ورسره مالي مرستې کولې هغه ودرېدې، او داسې ډېر افغانان پهکې نشته چې هغوی خپل مالي وسایل، ځکه چې له درې کلونو څخه ډېر هغوی دلته موجود دي، زما په نظر د هغوی لپاره ستونزې زیاتې شوې دي.»
ورته مهال په پاکستان کې ځينې افغان کډوال له کډوالو سره د ملګروملتونو د بنسټونو د خدماتو له کموالي شکایت کوي او وايي چې دا مسئله د دوی د ستونزو د لا زیاتېدو لامل شوې ده.
په پاکستان کې افغان کډوال فدا الدین نورزی طلوعنیوز ته څرګندوي:«په پاکستان کې د یوانسيار او اییوېم خدمتونه ډېر زیات اغېزمن شوي او افغانانو ته ډېره غټه ستونزه ده.»
دوی دغهراز له افغان کډوالو سره د پاکستان د بد چلند له دوامه هم شکایت کوي.
په پاکستان کې افغان کډوال عتیقالله منصور په دې هکله وايي:«حتا په نیمه شپه کې د افغانانو کورونو ته ورغلي او ډېر غضب او سختۍ سره افغانان نیسي او په جبري توګه یې وباسي.»
د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵ نېټې راهیسې څه باندې ۸۰۰ زره افغان کډوال له پاکستانه را اېستل شوي دي.
په دې اړه مو اندونه