Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پکتیا کې خبریالان: د رسنیو له نومه ګټه اخیستونکي بنسټونه باید و تړل شي

پکتیا ځینې خبریالان او د خصوصي رسنیو مسوولین وايي، د هغو بنسټونو مخه باید ونیول شي چې خبریالانو او رسنیو په نوم امتیاز اخلي او نومه یې ناوړه ګټنه کوي.

دوی د پکتیا مرکز ګردیز کې د حکومتي ادارو له ویاندویانو سره د خبريالانو او د رسنیو مسوولينو د همغږۍ په غونډه کې دغه راز اطلاعاتو پر وخت پر لاسرسي هم ټینګار کړی دی.

پکتیا کې خبریال، خالد ذهين و ویل: « د رسنيو او خبريالانو ملاتړو بنسټونو پکتيا کې د خبريالانو او رسنيو کوم ملاتړ نه دی کړی، له دې بنسټونو زموږ غوښتنه دا ده چې خپل فعاليتونه روښانه او هغه څه چې د رسنيو او خبريالانو په نوم ترلاسه کوي دوی ته په واک کې ورکړي او ملاتړ يې وکړي.»

د یوې خصوصي رسنۍ استازي، عاشق اللّٰه دانش و ویل: « له دولته مو غوښتنه دا ده چې د دې بنسټونو پر وړاندې جدي اقدام وکړي او هغه فنډ چې د خبريالانو په نوم ترلاسه کوي حساب ورسره وکړي چې تر کومه بريده يې حق حقدار ته رسولی دی.»

سیمه‌ییز مسوولین وايي د اسلامي امارت د اصولو په چوکاټ کې د خبریالانو او رسنیو له فعالیتونو ملاتړ ترڅنګ د رسنیو او خبریالانو له نومه د ناوړه ګټنې مخه به ونیسي. 

د پکتيا د اطلاعاتو او کلتور رييس، ثواب جان اسلام يار و ویل: «په دولتي کچه موږ يوه کمېټه لرو چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په چوکاټ کې فعاليت کوي خو که له دې هر څوک کومه اصافه کړنه تر سره کوي موږ يې د اصولو په چوکاټ کې مخه نيسو.»

بل‌خوا، غزني کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست لوري د خبریالانو ظرفیت لوړولو یو ورځني سیمینار پرمهال خبریالان وايي، لا هم پر وخت اطلاعاتو ته لاسرسی نلري. 

غزني کې خبریال، مومن سیال و ویل: « ځينې وخت خبريالان نه پرېښودل کيږي چې ويډيو واخلي او يا نه پرېښودل کيږي چې له سیمې راپور واخلي يا په ځينو سيمو کې هغه حتا ګواښل کيږي او د سيمې پرېښودو ته اړ کيږي.»

بل خبریال، حفیظ بریال و ویل: « اطلاعاتو ته د لاسرسي د فضا او اسانتيا د رامنځته کيدو لپاره د مسوولينو د لا نورو هڅو غوښتنه کوو.»

تر دې وړاندې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولینو ویلي و چې ډېر ژر به د رسنیو او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون نافذ شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه