د کور او ښار جوړونې وزارت په دروازه کې له چاودنې وروسته د دغه وزارت ویاند وايي یو ځانمرګي بریدګر چې غوښتل یې وزارت ته ننوځي د وزارت په دروازه کې د اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو له خوا له منځه وړل شوی دی.
محمد کمال افغان زیاتوي چې په دې پېښه کې یو سرتېری وژل شوی او درې ملکي وګړي ټپیان دي.
ښاغلی افغان وايي: کله چې پر دغه بریدګر برید وشو، د هغه چاودېدونکو توکو چاودنه وکړه چې زموږ یو تن مجاهد ملګری شهید شو او بریدګر پکې پخپله لمنځه ولاړ. دغه راز درې نور عام وګړي ټپیان شول.
بل لور ته کورنیو چارو وزارت هم وايي چې ځانمرګی موخې ته له رسېدو مخکې د امنیتي ځواکونو له خوا له منځه وړل شوی او د پېښې په اړه څېړنې دوام لري.
د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع هم وايي: د امنیتي ځواکونو جدي څېړنې دوام لري او عاملین به یې د خپلو کړنو له امله په سزا رسیږي.
د نظامي چارو شنونکی، سیدمقدم امین بیا وايي: کشفي او نظامي مسوولین مسوولیت لري چې د دغو ډول بریدونو اصلي سرچینې وپیژني ځکه د دغه ډول بریدونو دوام د خلکو اذهانو ته صدمه رسوي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په کندز کې د کابل بانک دروازې ته څېرمه هم ځانمرګی برید شوی و، چې له امله یې اته تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان وو.
په دې اړه مو اندونه