Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مجاهد: هڅه روانه ده چې ا.ا په هند کې ډيپلوماټيک حضور ولري

په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته هند له سرپرست حکومت سره ډېرې اړیکې نه لري. 

خو اوس د اسلامي امارت ویاند په نوي ډیلي کې د افغانستان د ډیپلوماتیکو اړیکو د پراخولو او ډیپلوماتیک حضور د زیاتوالي لپاره له هڅو خبر ورکړی دی.

د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد په دې اړه وايي: هڅه روانه ده چې په افغانستان کې د هند ډيپلوماټيک حضور وي او په هند کې د افغانستان ډيپلوماټیک حضور وي. ځینې ننګونې په هند کې هم وې، د افغانستان سفارت هلته د داسې کسانو په لاس کې و چې مخکې له اسلامي امارته و او وخت یې باید پوره شوی وای. اوس یې وخت دی چې دواړه لوري په دې تړاو فکر وکړي او خبرې هم روانې دي.

بل لور ته، د هندي رسنیو د راپورونو له مخې اسلامي امارت د خپلو دیپلوماتانو وړاندیز شوی لیست هند ته استولی دی.
 
د راپورونو له مخې په دغه نوملړ کې په دوحه کې د اسلامي امارت د سفیر سهیل شاهین د زوی نجیب شاهین نوم هم شته.

د هندي رسنیو د راپور یوه برخه کې راغلي: راپورونه وايي، طالبانو هندي چارواکو ته د وړاندیز شویو ډیپلوماټانو نوی نوملړ سپارلی، چې په کې دوحه کې د طالبانو د استازي سهیل شاهین زوی نجیب شاهین هم شامل دی.

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي په دې اند دي چې په اوسنیو حالاتو کې د اسلامي امارت او هند ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو پراخول د دواړو هېوادونو په ګټه دي.

د سیاسي چارو شنونکی، عبدالصادق حمیدزوی وايي: اوس اسلامي امارت وتوانید چې د اعتماد سازۍ لپاره هغه کار وکړي چې له هند سره د باور جوړونې لمن پراخه شي. هند هم وهڅوي چې په افغانستان کې خپل مشترکات وپالي او له افغانستان سره په راتلونکو تفاهماتو باندې کار وکړي.

د سیاسي چارو یو بل شنونکی، فضل الرحمان اوریا هم په دې اړه وايي: د هند او افغانستان اړیکې د سیمې له ټیکاو سره مرسته کوي او بیا د نړۍ له ټيکاو سره هم مرسته کوي. که څه وغواړي او که نه د افغانستان او هند اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د لړم په ۲۲ د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت اکرام الدین کامل د هند په ممبۍ ښار کې د افغانستان د کونسلګرۍ د سرپرست په توګه تایید کړ.

بل لور ته، د هندي رسنیو د راپورونو له مخې اسلامي امارت د خپلو دیپلوماتانو وړاندیز شوی نوملړ هند ته استولی دی

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه