Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د مالیزیا د پوهنې وزیره: د کابل او کوالالمپور ترمنځ سټراټيژیکه همکاري نشته

د مالیزیا د ښوونې او روزنې وزیره وايي، دا چې، د افغانستان سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندل شوی؛ نو د کوالالمپور او کابل تر منځ هېڅ رسمي اړیکې نشته.

مالیزیايي چارواکي وايي، چې دمګړۍ د مالیزیا او اسلامي امارت تر منځ هیڅ رسمي اړیکې یا د ستراتیژیکو همکاریو تړون نه دی لاسلیک شوی.

د دغه هېواد د پوهنې وزیرې ویلي چې مالیزیا تر اوسه د دغه هېواد رسمي چارواکي په رسمیت نه دي پېژندلي.

د مالیزیا د پوهنې وزیره، فضلینه صدیق وايي: اوس مهال، د مالیزیا او د طالبانو د حکومت ترمنځ چې افغانستان کنټرولوي، هیڅ رسمي اړیکې یا د ستراتیژیکو همکاریو تړون نه دی لاسلیک شوی. دا ځکه چې مالیزیا تر اوسه د افغانستان رسمي چارواکي په رسمیت نه دي پېژندلي.

ورته مهال د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې اسلامي امارت باید د هېواد د ملي ګټو په پام کې نیولو سره د نړۍ غوښتنو ته پام وکړي څو د مالیزیا په ګډون د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت وپېژندل شي.

د سیاسي چارو شنونکی، زلمی افغانیار د طلوع نیوز سره په خبرو کې وايي: «افغانستان باید خپل ځای په نړۍواله ټولنه کې پیدا کړي، ځکه چې دا هېواد له نړۍوالې ټولنې بېل نه دی. موږ باید کمزورتیاوې په پیاوړتیاو بدلې کړو او د ملي ګټو په محور، د نړۍ له ټولو هېوادونو سره اړیکې ولرو.»

پخوانی ډیپلوماټ، عزیز معارج وايي: «د اسلامي امارت چارواکي باید په نظام کې یو لړ اصلاحات رامنځته کړي او د نړۍ مشروع شرطونه، چې د افغانستان د خلکو غوښتنه هم ده، د ملي ګټو لمخې ومني.»

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د مالیزیا د لومړي وزیر په مشرۍ یو مالیزیايي پلاوی له اسلامي امارت سره د مالیزیا د اړیکو د پراختیا په موخه کابل ته راغلی وو او د سرپرست حکومت له چارواکو سره یې لیدنې کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه