Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

۳۶ کاله مخکې، شوروي ځواکونه له افغانستانه وتلو ته اړ شول

د سلواغې ۲۶مه له افغانستانه د  پخواني شوروي اتحاد د پوځ د وتلو له شپږ دېرشمې کالیزې سره برابره ده.

شپږ دېرش کاله وړاندې په همدې ورځ د شوروي پوځ وروستي سرتېري له نهو کلونو پوځي حضور وروسته، د افغان ولس د مبارزو په پایله کې د افغانستان له خاورې ووتل.

 د نظامي چارو شنونکی، هادي قریشي وايي: «ببرک کارمل په کابل کې و چې شوروي ځواکونه له افغانستانه وتلي. د هېواد دننه او مسکو د پریکړې پر بنسټ، ډاکټر نجیب‌الله واک ته ورسېد.»

په افغانستان کې د شوروي څه باندې نهه کاله حضور د شوروي اتحاد د ړنګېدو لامل شو.

په دغه جګړه کې نږدې دوه میلیونه کسان ټپیان شوي.

 د نظامي چارو شنونکی، عبدالواحد طاقت په دې تړاو وايي: «د مرغومې په شپږمه، کله چې په پوځي لباس کې راغلل، هغه وخت جګړه وه او په هغه کې روسي سرتیري وژل شول.»

محمد یاسین له هغو قوماندانانو و چې د شوروي ځواکونو پر وړاندې یې مبارزه کړې او په دې لاره کې یې درانه زیانونه ګاللي دي.

هغه د خپلې دورې کیسه داسې کوي.

پخوانی جهادي قوماندان، محمد یاسین وايي:  «کله چې زموږ نږدې ته مرمۍ وشوه، کوچنۍ ټوټې زما طرف ته راوتلې او زما په سترګو کې ولګېدلې، او زما غاښونه هم د همدې له امله له منځه تللي.»

ابوبکر، د هرات اوسیدونکی وویل: «موږ تقریباً تر درېیو کلونو پورې د لاس خالي او زاړه ټوپکونو سره د دښمن پر وړاندې مبارزه کوله.»
 
بالاخره، د ۱۳۶۷ کال د سلواغې پرشپږ وېشتمه د چهارشنبې په ورځ او د جنیوا د تړون له پلي کېدو نهه میاشتې وروسته، د شوروي پوځ د څلوېښتمې فرقې قوماندان جنرال بورېس ګروموف د افغانستان- ازبېکستان ترمنځ د امو سیند د دوستۍ له پله په تېرېدو سره، په رسمي توګه له افغانستانه د شوروي ځواکونو د وتلو بهیر پای ته اعلان کړ.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه