Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ا.ا په افغانستان کې د القاعدې د حضور په اړه د م.م راپور ناسم وباله

اسلامي امارت له افغانستانه د امنیتي ګواښونو په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپور ناسم او د افغانستان د اوسنيو واقعیتونو خلاف وباله.

د اسلامي امارت ویاند په افغانستان کې د القاعده شبکې د حضور په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر بندیزونو د څار کمیټې راپور ناسم او د هېواد له واقعیتونو سره په ټکر کې بولي.

ذبیح ‌الله مجاهد طلوع نیوز ته وایي چې اسلامي امارت به هېڅ بهرني خپل ‌سري ډلې ته په افغانستان کې د فعالیت اجازه نه ورنه کړي.

د مجاهد په وینا، ځینې هېوادونه او استخباراتي کړۍ په ملګرو ملتونو کې له دې ادرسه د افغانستان پر وړاندې تبلیغات او پروپاګند کوي.

 د اسلامي امارت ویاند، ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه وايي: اسلامي امارت اجازه نه ورکوي چې هیڅ یوه بهرنۍ ډله په افغانستان کې فعالیت وکړي او داسې ډلې دلته حضور هم نه لري. له بده مرغه ځينې هېوادونه او استخباراتي کړۍ د ملګرو ملتونو او امنیت شورا په څېر ځایونو کې تخریب کوي او د افغانستان پر وړاندې پروپاګند کوي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر بندیزونو د څار کمیټې په یوه راپور کې ادعا کړې چې اسلامي امارت القاعده ډلې ته مناسب چاپېریال برابر کړی او په ټول افغانستان کې یې امن کورونه او روزنیز کمپونه په واک کې ورکړي دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر بندیزونو د څار کمیټه په دې اړه وايي: د القاعدې غړي د طالبانو د استخباراتو تر څار لاندې په کابل کې دي او مشران یې په لېرې پرتو سیمو کې مېشت دي. د حمزه الغامدي په ګډون د القاعده مشران د کابل په شش‌ درک او د افشارو په ابو الاخلاص المصري کې دېره دي.

د سیاسي چارو شنونکی، عبدالصادق حمیدزوی بیا وايي: د الظواهري ناتایید شوې وژل کېدل باید د افغانستان د خلکو اراده تمثیل نه کړي او د دوی لپاره برخلیک و نه ټاکي. باید د افغانستان له وضعیت سره د شواهدو او اسنادو پر بنسټ مزل وشي، نه د شوم سیاست په احتمالاتو چې د خپل ځان او خپلو سټراټيژیو په ګټو یې کاروي. 

بلخوا د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي چې د افغانستان وضعیت د ګاونډیو هېوادونو لپاره جدي ګواښ دی.

سرګي لاوروف په یوه خبري ناسته کې په منځنۍ اسیا کې په ځانګړې توګه په افغانستان کې د امنیتي ګواښونو پر وړاندې د همکاریو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

 د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف ویلي: په افغانستان کې وضعیت لا هم ستونزمن دی او دا موضوع د تاجیکستان په ګډون د ګاونډیو هېوادونوپر وضعیت ژور اغېز لري.»

که څه هم د نړۍ هېوادونو څو ځلې د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ د ګواښونو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې، خو اسلامي امارت ویلي، لکه څرنګه چې تر اوسه د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر وړاندې نه ده کارول شوې، په راتلونکي کې به هم ونه کارول شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه