Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پاکستان او ترکیې د سوله ییز افغانستان پر ملاتړ ټينګار وکړ

د ترکیې ولسمشر په اسلام آباد کې د پاکستان له لومړي وزیر سره په کتنه کې د افغانستان په ګډون د سیمې پر مسایلو هم خبرې کړې دي.

د ترکیې ولسمشر او د پاکستان د لومړي په وزیر په کتنه کې د ټولګډوني حکومت جوړېدل، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه، له افغانستان سره د بشري مرستو دوام او د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی د بحث اصلي محورونه وو.

د ګډې اعلامیې لمخې، اسلام‌اباد او انقرې د سوله ‌ییز او باثباته افغانستان او د افغانانو لپاره د پایېدونکې راتلونکي د جوړولو په موخه د نړیوالو هڅو پر ملاتړ ټینګار کړی.

 د پاکستان او ترکیې ګډه اعلامیه کې راغلي: دواړه هېوادونه د سوله‌ ییز او باثباته افغانستان پر ملاتړ او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په ګډون د افغانستان له لنډمهالو چارواکو سره د دوامداره، همغږي او منسجم تعامل له لارې د افغانانو لپاره د پایېدونکې راتلونکي د جوړولو په موخه د نړیوالو هڅو پر ملاتړ ټینګار کوي.
په دې لړ کې هغوی په افغانستان کې د ټولګډونې حکومتولۍ او د بنسټیزو حقونو په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو د حقونو د درناوي پر اهمیت ټینګار وکړ.»

د پاکستان لومړي وزیر، شهباز شریف ویلي: «موږ تمه لرو چې افغانستان به د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې همکاري وکړي، نه دا چې د هغې د پراختیا لامل وګرځي. پاکستان د شمالي قبرس په بشپړ ملاتړ سره په دې لار کې د ترکیې ترڅنګ کلک ولاړ دی او مبارزې ته به دوام ورکړي.»

که څه هم اسلامي امارت تر اوسه د پاکستان او ترکیې د څرګندونو په تړاو نظر نه دی څرګند کړی، خو تر دې وړاندې یې له نورو هېوادونو غوښتي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي. 
 
د سیاسي چارو شنونکي پر دې باور دي چې د پاکستان او ترکیې په ګډون د سیمې هېوادونه باید د اسلامي امارت د رسمي پېژندنې په برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.

 د سیاسي چارو شنونکی، سلیم پیگیر په دې اند دی چې: ترکیه یو لوی هېواد دی، د ناټو غړی هېواد دی او کولای شي چې د افغانستان په رسمیت پېژندنه کې استوار ګامونه پورته کړي. او نړۍ ته هم په دې برخه کې قناعت ورکړي. 

دا په داسې حال کې ده چې مخکې د پاکستان ولسمشر په بېجینګ کې له خپل چینایي سیال سره له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د یوځای کېدو پرمختګ پایېدونکي پرمختګ د بهیر په تړاو خبرې کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه