اسلامي امارت بیا د سلواغې ۲۶مه د افغانستان په تاریخ کې د ویاړ ورځ ګڼي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وايي چې یرغلګرې لوري باید د افغانانو له پرلپسې مبارزو عبرت واخلي.
حمدالله فطرت له هېوادوالو غواړي چې د تېرو وختونو په څېر د دسیسو پر وړاندې هوښیار و اوسي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت بیا وايي: د افغانستان مسلمان او غیور خلک باید د تېر په څېر په راتلونکې کې هم د هر ډول توطئیو او دسیسو پر وړاندې بېدار اوسي او د خپل کلک عزم او اسلامي وحدت په ساتلو سره د خپلو اسلافو لار تعقیب کړي.
له دې سره هممهاله، په کابل کې د سلواغې د شپږ وېشتمې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وایي هغه څه چې په جهاد او د افغانانو په مبارزه کې ترلاسه شوي، غنیمت او د افغانانو حق دی.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست، عبداللطیف منصور بیا وايي: دا باید موږ اوس هم وکړو او له روسیې سره مو هم باید کړای وای، چې روسانو وطن مو را روان کړی او ټول غرامت به راکوې او ټرمپه ته یې هم واوره. دا وسلې چې موږ نیولي دا غنیمت دی لکه څرنګه چې مو له روسانو دا ټانکونه نیولي او اوس هم دلته دي. هغه زما حق دی.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست، خیرالله خیرخواه بیا وايي: نن زموږ نظام چې دی، له تېرو ۴۵ کلونو را وروسته یو مرکزي حکومت لرو. په ټوله دنیا کې داسې نشي کېدای چې یو هېواد دې، ۵۰ میلیونه یا تر هغې زیات نفوس ولري او له ۴۵ کلونو وروسته پکې یو مرکزي حکومت راځي او هغه کې به خلا نه وي، ستونزه به نه وي، دا هیڅکله نشي کېدای.
د شوروي اتحاد پوځ نږدې نهه کاله په افغانستان کې و او د افغانانو د مبارزو په پایله کې مجبور شو چې له افغانستانه ووځي.
په دې اړه مو اندونه