Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

نړۍوال بانک: افغانستان کې نږدې ۳ میلیونه کسان له قحطۍ سره مخ دي

نړۍوال بانک یو ځل بیا ویلي چې، افغانستان د خوړو د امنیت له شدید بحران سره مخ دی.

بې وزلي او بې روزګاري په افغانستان کې د خوړو د نا امنۍ یو له اصلي لاملونو ګڼل کیږي چې د اقتصادي ستونزو، اقلیمي بدلونونو او څو کلنو جګړو له امله رامنځته شوی دی.

دلته، د کابل په کوڅو کې ۶۰ کلن داوود د خپلې کورنۍ لپاره د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو په هیله هڅې کوي.

د داوود په څېر لسګونه نور کابل مېشتي هم په هېواد کې له اقتصادي ستونزو او بې‌ کارۍ ځورېږي.

د کابل اوسېدونکی، داوود وايي: «زما شپږ کسه د کورنۍ غړي دي. هره ورځ ځم او تر شپه پورې ۳۰، ۴۰ یا ۵۰ کار کوم. د کور لګښتونه پوره کېږي؛ خو د ستونزو له امله هیڅ ورځ داسې نه تېریږي چې په ارامه سره تېره شي.»
بل پلو، 
نړۍوال بانک هم په افغانستان کې د خوړو د خوندیتوب د خرابېدو په تړاو اندېښنه ښودلې او زیاته کړې یې ده، چې په افغانستان کې  نږدې درې مېلیونه کسان د  قحطۍ په درشل کې دي.

نړۍوال بانک ویلي، په داسې حال کې چې نړۍ غواړي تر ۲۰۳۰ کال پورې لوږه صفر ته راټیټه کړي، خو د افغانستان ستونزې بېل تصویر وړاندې کوي.

افغانستان د خوړو له خورا نا امنۍ سره مخ دی، نږدې یو پر درېیمه برخه وګړي (۱۲.۶ میلیونه کسان) له خوراکي ناامنۍ سره مخ دي او ۲.۹ میلیونه کسان د قحطۍ په درشل کې دي. اقتصادي بې ‌ثباتي، اقلیمي بدلونونه او په کرنیزو حاصلاتو کې ګډوډۍ افغانستان د بنسټيزو اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې له ستونزو سره مخ کړی دی.

نړۍوال بانک دغه راز ویلي، اقلیمي بدلونونه په افغانستان کې د خوراکي نا امنۍ یو اصلي لامل دی چې پر جګړه ‌ځپلي کرنیز اقتصاد یې جدي اغېز کړی دی.

«هر کال زموږ حاصلات خرابیږي او حتی زموږ کورونه هم ویجاړ کېږي. موږ له بنسټونو او حکومت غوښتنه کوو چې له موږ سره مرسته او همکاري وکړي.» هلته یو بل کروندګر، عنایت‌الله بیا وايي:
 
بل پلو، د افغانستان د اقتصاد وزارت وایي چې اسلامي امارت د خوړو د خوندیتوب د ښه کولو او د کاري زمینو د برابرولو لپاره بېلابېل پلانونه په پام کې لري.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال، عبداللطیف نظري بیا وايي: «اسلامي امارت د خوړو د امنیت د کمښت او د کار په رامنځته کولو کې د ستر اقتصادي پروژو په پلې کولو بوخت دی. په عین حال کې، موږ له نړیوالې ټولنې او مرستندویه بنسټونو څخه غوښتنه کوو چې د افغانستان خلکو سره د بې وزلۍ او خوړو د ناامني د کمولو لپاره مرسته وکړي.»

په افغانستان کې د خوړو د خوندیتوب په تړاو اندېښنې په داسې حال کې ډېرې شوې دي چې د امریکا د ولسمشر له لوري د دغه هېواد د بهرنیو مرستو د بندولو تر پرېکړې وروسته، نږدې ۵۰ نړیوالو بنسټونه چې ډېری هغو په افغانستان کې د بشري مرستو په برخه کې فعالیت کاوه، خپل فعالیتونه درولي دي.

نړۍوال بانک وايي، افغانستان د خوړو له خورا نا امنۍ سره مخ دی، نږدې یو پر درېیمه برخه وګړي (۱۲.۶ میلیونه کسان) له خوراکي ناامنۍ سره مخ دي او ۲.۹ میلیونه کسان د قحطۍ په درشل کې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه