Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

محمد یونس اخندزاده: اسلامي امارت کې هېڅ ډول اختلاف نشته

 د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست محمد یونس اخندزاده په کندهار کې د یوې پروژې د پرانیستې پرمهال ویلي، چې په اسلامي امارت کې هېڅ ډول اختلاف نشته.

ښاغلي اخندزاده زیاتوي، چې دغه نظام له قربانیو سره حاکم شوی، چې مسوولانو او خلک یې پر وړاندې ځانګړي مسوولیتونه لري. 

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست په دې هکله زیاتوي:«که د دغه امیر په وجود کې د دښمنانو دغه خوب ریښتیا شي، چې دوی وايي په امارت کې به داسې اختلاف راشي، چې هغه به دړې وړې شي دا اطمنان درکوم، اختلاف نشته او تشویش مه‌کوئ. د کوم هدف لپاره چې قربانۍ ورکړل شوې دي هغه نظام روان دی، په دغه نظام کې د تاسو لپاره هم مسوولیتونه شته او زموږ لپاره هم شته.»

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست تازه په دغې ولسوالۍ کې د ۳۰ مېلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۷ کیلومټره سړک جوړولو پروژوه پرانیسته. محمد یونس اخندزاده وايي، چې د کلیوالي سیمو نښلول او اوسېدونکو ته یې د خدمتونو رسول مهم لومړیتوب دی.

محمد يونس اخندزاده وايي:«په دې هکله زموږ ډېرې پروژې په سلګونه پروژې او شبکې روانې دي د اوبو د څښلو لپاره، کانالونه روان دي، بندونه روان دي، سړکونه شروع کېږي؛ خو ۴۵ کاله چې په یوه هېواد کې وراني وي بیا په یوه، دوه او درې کلونو کې د هغه رغولو هیله، فکر کوم دا به ډېر ګران وي.»

د کندهار د میوند ولسوالۍ ځینې اوسېدونکي وايي، چې د رغنيزو پروژو پلي کول د دوی د ستونزو هوارۍ په برخه کې اغېزناکې دي.

د کندهار د مېوند ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالشکور په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«دا سړک چې په بشپړه توګه جوړ او پوخ شي او ګولایۍ سمې شي دا د ولس لپاره ډېر ښه دی.»

د کندهار د ميوند ولسوالۍ بل اوسېدونکی محمد قاسم هم څرګندوي:«پارک ته هم اړتیا شته او مدرسو او ښوونځیو ته هم اړتیا شته.»

د کليو د بيارغونې او پراختیا وزارت د مسوولانو د معلوماتو پر بنسټ په ټول هېواد کې د متوازن پرمختګ پروګرام پر بنسټ د پیل کړو پروژو ډېری، هغه یې بشپړېدونکې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه