د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او پاکستان په ګټه له سیمهییزو ظرفیتونو ګټه اخیستنه مهمه بولي او زیاتوي، چې دا هېواد به له دغو فرصتونو د ګټې اخیستنې لپاره له افغانستان سره خپل تعامل ته دوام ورکړي.
د دغه وزارت ویاند شفقت علي خان، یوځل بیا د ترهګرۍ اړوند مسایل له افغانستان سره د خبرو اترو له اصلي موضوعګانو ګڼي او ټينګار کوي، چې د دغې مسئلې د نهحل کېدو په صورت کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ به دوه اړخیزې همکارۍ عملي نهشي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي:«موږ دغهراز له افغانستان سره تعامل ته دوام ورکوو او هغوی ته یادونه کوو تر هغې چې دا ستونزه حل نهشي، له اوږدمهالو سیمهییزو ظرفیتونو او دوه اړخیزو همکاریو ګټه اخیسنه او هغه څه به چې د دواړو هېوادونو په ګټې او هوساینې تمامېدای شي، عملي نهشي.»
که څه هم اسلامي امارت د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دغو څرګندونو په تړاو څه نهدي ویلي، خو تر دې وړاندې د بهرنیو چارو وارت سرپرست ویلي و، چې د پاکستان امنیتي ستونزې د دغه هېواد له سیاسي او اقتصادي ستونزو سره تړاو لري.
امیرخان متقي زیاته کړې وه، چې اسلامي امارت چمتو دی له پاکستان سره د هغو ستونزو په تړاو خبرې وکړي چې په افغانستان پورې اړه لري.
د سیاسي چارو شنونکی جنت فهیم چکري په دې هکله طلوعنیوز ته وویل:«هڅه دې وکړي چې، په ډیپلوماټیکه او اقتصادي اړیکو کې یوه مناسبه حل لار پيدا کړي، چې دواړه هېوادونه، افغانستان او پاکستان اقتصادي او سیاسي ودې ته لاسرسی پيدا کړي.»
د سیاسي چارو بل شنونکی محمد اسلم دانشمل هم څرګندوي:«اړتیا ده پر هغو ناکامو پالیسیو چې استفاده کړي یې دي، له سره غور وکړي او له امله یې معذرت وغواړي او له افغانستان سره د تعامل نوي څپرکي ته ننوځي او په سیمه کې پر امنیت تمرکز وشي.»
پرون د پاکستان لومړي وزیر او د ترکیې ولسمشر هم د ټولګډوني حکومت، له ترهګرۍ سره د مبارزې او له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام په تړاو خبرې کړې وې او له یوه سولهییز افغانستانه یې پر ملاتړ ټینګار کړی و.
په دې اړه مو اندونه