Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

متقي: بې‌ځایه نیوکې او د امیر له امره سرغړونه به د هلاکت لامل شي

د بهرنیو چارو سرپرست، امیرخان متقي ویلي، هر څوک چې د امیر له امره سرغړونه وکړي، له زوال سره به مخ شي.

نوموړي دا څرګندونې د کابل په یوې دیني مدرسه کې د ښوونیز کال د پای ته رسېدو په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې کړې دي.

امیرخان متقي بې ځایه نیوکې د هلاکت لامل بولي:«اوس چې موږ او تاسو ته الله تعالی یوه داسې ټولنه او جامعه راکړې ده، چې مشر هم لرو، کشر هم لرو، استاد هم لرو، امیر هم لرو، وزیر هم لرو، والي هم لرو او ولسوال هم لرو. بیا په داسې یو چتر کې دننه بیا په ذهن کې نور غلط خیالونه تاوول، په ډلو ټپلو پسې تلل، د خپلې ټولنې غیب او تخریبول، بې‌ځایه انتقادونه کول، دا بیا د هلاکت لامل کېږي.»

په دغه پروګرام کې، امیرخان متقي په خپلو خبرو کې د اسلامي امارت له غړو غواړي، چې تنګ‌ نظره ونه اوسي او داسې چلند ونه‌کړي، چې خلک ترې وتښتي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي:«ګورئ طالبانو تنګ‌نظري ونه‌کړئ، ګورئ په ټولنه کې یوازې پر ځان بسنه ونه‌کړئ، ګورئ یوازې ځان پوره او بس ونه‌بولئ، د ټولنې هر کس ته د عزت په سترګه وګورئ. فکرونه لوړ کړئ له تنګ‌نظرۍ ځان را وباسئ»

د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیګیر هم په دې هکله وايي:«د افغانستان اسلامي امارت په دې برخه کې، نه یوازې د درې نیمو کلونو په لړ کې کوم کار نه‌دی کړی؛ بلکې باید د افغانستان خلک ومني، د افغانستان سیاستوال ومني؛ څو موږ وکړای شو یوځای او په ټوله کې، هغه ستونزې او ننګونې چې، نن یې لرو، هغه حل کړو.»

تر دې وړاندې د اسلامي امارت ویاند هم د اسلامي امارت د غړو ترمنځ د نظر بېوالی منلی و؛ خو زیاته کړې یې وه چې دا مسئله د اختلاف یا جګړې په معنا نه‌ده.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه