Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له افغانستان سره د سرحدي او سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا د بیکدلي ټينګار

په کابل کې د ایران سفارت سرپرست علي‌رضا بیکدلي، د خلکو د تګ راتګ په موخه د دواړو هېوادونو د پولو پراختیا او د کابل او تهران ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا، د افغانستان پر وړاندې د خپل هېواد له بنسټيزو سیاستونو بللي دي.

ښاغلي بیکدلي ټينګار کړی چې د دواړو لورو له همکارۍ سره، د سرحدي ولایتونو پرمختیا او د سرحدي سړکونو معیاري کول به، د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا لامل شي.

په کابل کې د ایران سفارت سرپرست وايي:«پر هغه څه چې د ایران د اسلامي جمهوریت د سیاست په توګه پرې باور لرو دا دي چې زموږ او تاسو ترمنځ ټولې لارې، د دواړو هېوادونو د خلکو د تګ راتګ، سوداګرۍ او د موټرو د تګ راتګ لپاره مناسبې لاروې وي.»

علي‌رضا بیدکلي د چابهار بندر په تړاو هم ویلي، هڅې روانې دي چې، په چابهار بندر کې د افغانستان د استازو حضور ته زمینه برابره شي.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالظهور مدبر طلوع‌نیوز ته وايي:«دې ته په کتو چې افغانستان په وچه چاپېر یو هېواد دی، د چابهار بندر کولای شي موږ له ازادو اوبو سره وصل کړي؛ نو له ایران سره د اقتصادي، سټراټېژيکو او حتا د سمو سیاسي اړیکو لرل، کولای شي چې د افغانستان او ایران په ګټه پرېوځي. په ټول کې په لومړي فاز کې مذاکرات او تفاهم کولای شي چې دغې موخې ته رسېدل تعقیب کړي.» 

د اقتصادي چارو بل کارپوه محمد اصف ستانکزی هم څرګندوي:«ایران د نړۍوالې سوداګرۍ په برخه کې له افغانستان سره بشپړه همکاري لري او اړ شوی چې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي. او په مقابل کې، ایران باید په چابهار بندر کې افغانستان ته یو ځانګړی ځای ورکړي.»

تر دې مخکې د روان هجري لمریز کال په غبرګولي میاشت کې د هند د بهرنیو چارو وزیر هم د سیمه‌ییزو اړیکو د پراختیا لپاره د چابهار بندر نوي ډهلي لپاره مهم بللی وو او زیاته کړې یې وه چې، له چابهار بندره به له افغان ولس سره له مرستو سربېره د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د سوداګریزو چارو د پراختیا لپاره استفاده وکړي.
 
ښاغلي بیکدلي ټينګار کړی چې د دواړو لورو له همکارۍ سره، د سرحدي ولایتونو پرمختیا او د سرحدي سړکونو معیاري کول، د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا لامل به شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه