له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو په دوام په دغه هیواد کې یو شمیر افغان مهاجرین د ویزو د کم وخت او د هغې له لوړ لګښته شکایت کوي.
دوی وايي اوس باید د دې هېواد ویزې میاشت په میاشت تمدید کړي.
پاکستانه کې یوه افغانه کډواله، حسینا سروري وایي: "موږ باید هره میاشت خپله ویزه تمدید کړو او دا میاشتنی تمدید د افغان کډوالو لپاره د اقتصادي ستونزو لوی لامل شوی دی. یوه کورنۍ د پنځو کسانو د ویزې تمدید کولو مالي ظرفیت نلري."
محمد رضا سازش چې یو بل افغان کډوال په پاکستان کې هم و ویل: "په اوس وخت کې ټولې ویزې یو میاشتني شوي دي او موږ نشو کولی چې له یوې میاشتې ډیر وخت لپاره خپله ویزه تمدید کړو. هیله لرو چې دغه سیسټم بدل شي او پخوانۍ حالت ته راستانه شي، ځکه چې د ویزې تمدید کولو لګښت د پاکستان کې د هیڅ افغان کډوال توان نلري."
د کډوالو د حقونو چارو ځينې فعالین په پاکستان کې د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې غوښتونکي دي.
د کډوالو د حقونو چارو فعال، محمدخان محمدزی وايي: "د افغانستان اوسنی حکومت باید د ډیپلوماټیکو لارو چارو له لارې د پاکستان حکومت سره د اوږدمهاله ویزو د ورکړې لپاره د دواړو هېوادونو د قوانینو پر بنسټ اقدامات وکړي."
د کډوالو د حقونو یو بل فعال، احسان خان احمدزی په دې اړه وايي: "په تېر وخت کې ویزه د شپږو میاشتو یا درې میاشتو لپاره تمدیدیده، خو اوس یوازې د یوې میاشتې لپاره تمدید کیږي او همدارنګه د سل ډالرو یا شل زره کلدارو په لګښت سره. باید د دې ستونزې لپاره یوه حل لاره پیدا شي."
د هېواد له بهرنیو چارو او همداراز د کډوالو چارو له وزارتونو سره له پرلپسې اړیکو سره سره په دې برخه کې د هغوی د نظر پر اخیستو بریالي نشوو؛ خو تر دې مخکې د اسلامي امارت چارواکو په دوامداره توګه له ګاونډیو هېوادونو غوښتي چې، په خپلو هېوادونو کې د نړۍوالو قوانینو لمخې افغان کډوالو ته اسانتیاوې برابرې او همداراز یې په جبري توګه له اېستنې ډډه وکړي.
د کډوالو نړۍوال سازمان او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ هم په وار وار له پاکستانه غوښتي چې، د نړۍوالو قوانینو لمخې له افغان کډوالو سره چلند وکړي.
په دې اړه مو اندونه