د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وايي ټاکل شوې ده چې د دغې شورا غړي، افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي یا یوناما د ماموریت د غځولو په تړاو د پرېکړهلیک پر دوو مسودو بحث وکړي.
د دغې شورا د اعلامیې پر بنسټ، په افغانستان کې به د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یا یوناما یو کلن ماموریت د مارچ په ۱۷مه پای ته ورسېږي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په اعلامیه کې راغلي:«د شورا غړي به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د مرستندوی پلاوي یا یوناما د ماموریت په تړاو چې د مارچ پر ۱۷مه پای ته رسېږي، د بدیل پرېکړهلیک پر دوو مسودو بحث وکړي.»
د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیلګیر په دې هکله طلوعنیوز ته وايي:«کهچېرې ملګري ملتونه او لوی هېوادونه غواړي د افغانستان له وضعیته خبر وي، باید په کابل کې یې دفتر (یوناما) پرانیستی وي او اړتیا ده چې دغه ماموریت وغځول شي، په دې صورت کې هم د افغانستان له وضعیته خبرېږي او هم کولای شي چې د افغانستان له خلکو سره بشري مرستې وکړي.»
د دغې شورا په اعلامیه کې راغلي چې، د دغو دوو مسودو متن د امریکا –سوېلي کوریا او چین – پاکستان له خوا چمتو شوی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر، د بشري حقونو دودولو، د جنسیتي برابرۍ دودولو، مذاکراتو د اسانتیا، د سیمهییزو همکاریو پیاوړتیا، د بشرپاله مرستو همغږي او د اقلیمي اقداماتو د ملاتړ په ګډون ځينې نورې موخې تعقیبوي.
د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی په دې اړه طلوعنیوز ته وویل:«د امنیت شورا غړي باید خپلمنځي اختلافونه لېرې کړي او د افغانستان په هکله باید یو نظر خپل کړي او دغه نظرونه پر دې استوار وي چې افغانستان له اوسني وضعیته څه ډول بهر کړي.»
له دې مخکې، یوه امریکايي بنسټ راپور ورکړی و، چې د امریکا او چین ترمنځ د دې پر سر اختلافات دي چې په امنیت شورا کې د افغانستان د قضیې مسوولیت کوم هېواد په غاړه واخلي. هغه اختلافات چې د راپورونو لهمخې دغه بنسټ، په افغانستان کې د یوناما د ماموریت د چمتو شوې مسودې پر وړاندې خنډ شوی و.
په دې اړه مو اندونه