Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پاکستان د افغانستان او نړۍ ترمنځ د تعامل لپاره د کړنلارې جوړېدو غوښتنه کړې

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحاق‌ ډار د افغانستان د سرپرست حکومت او د نړۍوالې ټولنې ترمنځ د تعامل د تعریف په موخه د یوې پراخې او جامع کړنلارې پر جوړېدو ټینګار کړی دی.

ښاغلي ډار په نیویارک کې د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان له استازو سره په کتنه کې ویلي، دغه کړنلار کولای شي چې له نړۍوالې ټولنې سره د افغانستان د اړیکو د عادي کولو څرنګوالی مشخص کړي.

د نوموړي په وینا، دا کړنلار کولای شي د اسلامي امارت او نړۍوالې ټولنې ترمنځ شته ستونزې حل کړي.

د پاکستان د لومړی وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په دې هکله ویلي:«پاکستان په دې باور دی نړۍواله ټولنه باید یوه داسې جامع سټراټېژي غوره کړي، چې د افغانستان د لنډمهالي حکومت له لوري له ترهګرۍ سره د مبارزې او د ښځو او نجونو حقونو ته د درناوي په ګډون ترسره کېدونکي اقدامات او دغه‌راز هغه ګامونه په‌کې شامل وي، چې نړۍواله ټولنه یې د افغانستان د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ د ودې او له نړۍوالې ټولنې سره د اړیکو د عادي کولو لپاره پورته کولای شي، مشخص کړي.»

اسحاق ډار دغه‌راز د افغانستان د اقتصاد د بیا احیا او د دغه هېواد د کنګل شویو شتمنیو د ازادېدو پر ملاتړ ټینګار وکړ.

بلخوا، د سیاسي چارو ځينې شنونکي د افغانستان پر وړاندې د پاکستان د تګلارو په تړاو بېلابېل نظرونه لري.

د سیاسي چارو شنونکی جنت فهیم چکري په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې د افغانستان د ادغام لپاره جامع کړنلارې یوه اړینه چاره ده؛ خو کېدای شي چې دغه جامع کړنلار د افغانستان له لوري، مستقیماً له لوېدیځ، ملګرو ملتونو سازمان اړیکه ټينګه شي او افغانستان د ملګرو ملتونو سازمان له عمومي اسامبلې سره یوځای شي.» 

د سیاسي چارو بل شنونکی نېک محمد همدرد هم څرګندوي:«نړۍ او سیمې ته دا معلومه ده، که‌چېرې افغانستان روغ وي نو نړۍ او سیمه به ورسره روغه وي؛ نو د دې لپاره پاکستان غواړي او له اسلامي امارته یې غوښتنه کړې چې له سیاسي پلوه له سیمې او نړۍ سره ښه تعامل ولري، دا یو د پاکستان له لوري یو ښه وړاندیز دی.»

اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي؛ خو له دې مخکې د اسلامي امارت ویاند له پاکستان سره د ښو اړیکو پر جوړولو ټینګار کړی و او ویلي یې و، چې کله ناکله د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګاونډیتوب اصول په پام کې نه‌نیول کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه