Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

طارق بخیت له افغانستان سره پر واقعیتونو ولاړ تعامل ټینګار کوي

د اسلامي همکاریو سازمان استازي طارق بخیت په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیر خان متقي سره په کتنه کې، له افغانستان سره پر واقعیتونو ولاړ او له سلیقوي چلند پرته تعامل ټینګار کړی دی.

په دغې کتنه کې دواړو لورو د امنیت، زده‌کړې، له نشه‌يي توکو سره د مبارزې او بشري مرستو پر موضو‌ع‌ګانو بحث او خبرې کړې دي.
  
د نړۍوالو چارو شنونکی احمد بلال عمر په دې هکله وايي:«شتون کې کولای شي چې د تعامل یوه زمینه برابره کړي او همدارنګه کولای شي، چې له نړۍ سره د یوځای کېدو لپاره یوه دریڅه وي.»

د امر بالمعروف وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ښاغلي بخیت د دغه وزارت له سرپرست سره کتلي او څرګنده کړې یې ده، چې د دغه وزارت سرپرست خالد حنفي د افغانستان او اسلامي نړۍ ترمنځ د اړیکو د ښه‌والي په برخه کې د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان رول مهم بللی دی.

 د سیاسي چارو شنونکي فضل‌الرحمن اوریا په دې اړه طلوع‌نیوز ته وویل:«د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان د ملګرو ملتونو له سازمان وروسته، په نړۍ کې تر ټولو لوی سازمان دی. او دغه سازمان کولای شي چې په نړۍوال نظم کې د افغانستان د ادعام لپاره مثبت رول ولوبوي او دننه په افغانستان کې د حکومت د ټینګښت لپاره کولای شي چې ډېر اغېزناک رول ولري.»

دغه‌راز په افغانستان کې د اسلامي همکاریو سازمان د استازي په مشرۍ د دغه سازمان پلاوي د یوناما دفتر له مشرې سره په اسلام کې د ښځو د حقونو په تړاو خبرې کړې دي.

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان په خبرپاڼه کې راغلي:«دا غونډه په اسلام کې د ښځو د حقونو په تړاو د جدې د سند په خپراوي کې د دواړو لوریو پر هڅو متمرکزه وه. دا سند د ۲۰۲۳ کال د نومبر له ۶مې تر ۸مې په اسلام کې د ښځو د حقونو په تړاو په نړۍوال کنفرانس کې تصویب شوی و.»

 د ښځو د حقونو فعاله فریال سیدزاده هم وايي:«دغه سازمانونه او بنسټونه کولای شي، چې له سرپرست حکومت سره د مذاکراتو، په افغانستان کې له ښوونیزو پروژو ملاتړ او د ښوونیزو پروګرامونو د جوړولو له لارې اړین اقدامات ترسره کړي.»

په دې لړ کې، یوناما هم په یوه خبرپاڼه کې د دغه سازمان د مشرې او د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان د استازي ترمنځ د ښځو او نجونو د وضعیت په تړاو خبرې مهمې او رغنده بللي او په دې برخه کې یې پر مشارکت او د ژر اقدام پر اړتیا ټینګار کړی دی.
 
د اسلامي همکاریو سازمان د استازي په مشرۍ د دغه سازمان پلاوي د یوناما دفتر له مشرې سره په اسلام کې د ښځو د حقونو په تړاو خبرې کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه