د رييس الوزراء اقتصادي مرستیال له نړۍوالې ټولنې غواړي چې، د فشار سیاست پر ځای د افغانستان له سرپرست حکومت سره مثبت تعامل ته مخه کړي.
ملا عبدالغني برادر زیاته کړې چې، د فشار سیاست نه یوازې د تعامل پر وړاندې خنډ ګرځي بلکې په خبره یې، د ملتونو او هېوادونو ترمنځ واټن پراخوي.
هغه کابل کې یوې غونډې ته په خپله وېنا کې دغه راز ویلي چې له نړۍ سره د اسلامي امارت سیاسي او اقتصادي اړیکې د پراختیا په حال کې دي.
ملا عبدالغني برادر و ویل: « زه له دې ځایه د نړۍ پر هېوادونو هم غږ کوم چې زموږ پر هېواد دې له اقتصادي او سیاسي فشارونو لاس واخلي، ځکه دا د هیڅ لوري په ګټه نه دي. د نړۍ په تاریخ کې ثابته شوې چې فشارونه تعامل او اړیکو ته لار نه جوړوي.»
تر دې وړاندې هم د سرپرست حکومت مسوولینو د نړۍ له هېوادونو سره د ښو اړیکو پر اړتیا ټینګار کړی دی.
بشري حقونو ته درناوی، د ټولګډوني حکومت جوړول او د دوحې د هوکړې لمخې د اسلامی امارت د ژمنو عملي کول له سرپرست حکومت سره د اړیکو د عادي کولو لپاره د نړۍوالې ټولنې په تېره بیا د لویدیځ هېوادونو له شرطونو دي.
د سیاسي چارو بل شنونکی، معین ګل څمکني و ویل: « اوس هم د دې وخت را رسېدلی چې له اسلامي امارت سره د متقابلو ګټو په پام کې نیولو سره د مثبت تعامل لار غوره کړي.»
که څه هم اسلامي امارت په تېرو درېیو کلونو کې له سیمې او ګاونډیو هیوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي او ځینو هېوادونو په رسمي ډول د اسلامي امارت سفیران هم منلي، خو تر دې مهاله د ګاونډیو هېوادونو په ګډون هیڅ هیواد سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.
په دې اړه مو اندونه