Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د جرمني لومړۍ وزیرۍ ته نوماندان د مجرمو افغان کډوالو پر ایستلو ټینګار کوي

د جرمني لومړي وزیر اولاف شولټز،  ټينکار کوي هغه افغان کډوال به له دغه هېواده وایستل شي، چې د نوموړي په وینا، مجرم پېژندل شوي دي.

هغه په یوې ټاکنیزې مناظره کې ویلي، چې دغه بهیر ډېر وخت ته اړتیا لري.

 د جرمني لومړي وزیر په دې هکله ویلي:«دا داسې کار نه‌دی چې سبا سهار یا هره اوونۍ ترسره شي؛ بلکې دا یوه داسې موضوع ده چې باید کار ورباندې وشي. ځکه زه باور لرم، هر هغه څوک چې جرم ترسره کړي، د ایستلو وړ دی او باید بېرته خپل هېواد ته واستول شي.»

بلخوا، د محافظه کاره ډیموکراټ ګوند مخکښ نوماند فریدریش میرټس، چې د جرمني په ټاکنو کې یو له مهمو نوماندانو دی، افغانانو ته د پناه پر ورکړې نیوکه کوي او ټینګار یې دا دی، هغه افغانان چې په جرمني کې یې جرم کړی، باید وایستل شي.

 د جرمني د لومړۍ وزیرۍ مخکښ نوماند وايي:«جرمني د ټولې اروپا یوازینی هېواد دی، چې لا هم محلي کارکوونکي له افغانستانه راولي.موږ باید د هغو کسانو پر ایستلو تمرکز وکړو، چې دلته له مخکې مېشت دي؛ خو پر ځای یې موږ نور کسان راولو. نور هېوادونه یې بېرته افغانستان ته استوي! فډرالي حکومت د تېر کال د سپټمبر له ټاکنو لږ مخکې ناڅاپه افغانستان ته د شړلو الوتنې ته اجازه ورکړه. ولې دا کار هره اوونۍ او هره میاشت نه‌کېږي؟»

جرمني کې ځينې افغان کډوال د جرمني د نوي حکومت تګلارو ته، چې ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ واک ته ورسېږي، اندېښمن دي.

جرمني کې  افغان کډوال علي رضا کریمي په دې هکله وايي:«په اوسنیو شرایطو کې، ټاکنو ته له نږدې کېدو سره، د کډوالو په منځ کې یوه وېره او پراخ اټکلونه موجود دي. دا اندېښنه شته که‌چېرې د جرمني CDU ګوند ګټونکی شي، شونې ده چې یو ډېر شمېر کډوال له دغه هېواده وباسي، دویمو او درېیمو هېوادونو ته یې ولېږدوي.»

جرمني کې افغان کډوال نجیب‌الرحمن شمال څرګندوي:«په راتلونکې اوونۍ کې د ټاکنو د برخلیک د مشخص کېدو لپاره باید تر یکشنبې په تمه پاتې شو. د پایلې له اعلان وروسته به روښانه شي، چې کوم ګوند بریالی کېږي او د افغان او ټولو کډوالو په تړاو د هغوی سیاستونه به څه ډول وي.»

تر دې وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له جرمني غوښتي و، چې افغان کډوال له دغه هېواده و نه‌باسي او رامنځته شوې ستونزې له ډیپلوماټیکو او کونسلي لارو حل کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه