د افغانستان لپاره د ازبیکستان ځانګړی استازی عصمتالله ارګاشف، د خپلو ډیپلوماتیکو هڅو په لړ کې دا ځل په ازبیکستان کې د فرانسې او کاناډا له سفیرانو سره د افغانستان په تړاو لیده کاته او خبرې اترې کړې دي.
په دغو کتنو کې، دواړو لورو د افغانستان د اوسني وضعیت، د بشري همکاریو، د ټولنیز او اقتصادي وضعیت ښهوالي او د سیمهییز امنیت پر پیاوړتیا خبرې اترې کړې دي.
په ازبیکستان کې د فرانسې سفیر له افغانستان سره د بشري مرستو او د دغه هېواد د ټولنیز او اقتصادي وضعیت د ښه کېدو په برخه کې د ازبیکستان هڅې ستایلې دي.
د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په یوې برخه کې راغلي:«په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان په تړاو د ازبیکستان او کاناډا د همکاریو د اوسني وضعیت، د سیمې د امنیت د ټینګښت، د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا او د افغانستان په تړاو د رغنده خبرو د دوام په اړه هراړخیزې خبرې وکړې.»
د سیاسي چارو شنونکی ویس ناصري په دې هکله طلوعنیوز ته وویل:«د ازبیکستان هڅې د افغانستان د امنیت، ثبات او اقتصادي ودې پر محور راڅرخي، چې له ازبیکستان او ټولې سیمې سره تړاو لري. ازبیکستان د یوه باثباته افغانستان غوښتونکی دی، داسې افغانستان چې د نړۍوالو قوانینو پر بنسټ عمل وکړي او نړۍوال مشروعیت ولري.»
د سیاسي چارو شنونکي واحد فقیري څرګندوي:«ازبیکستان هم له طالبانو او هم له لوېدیځ سره ښې اړیکې لري؛ دغه هېواد غواړي له دې فرصته په خپله ګټه کار واخلي. زما په اند، په سیمه کې یوه عمومي اجماع موجوده ده، چې په افغانستان کې باید ثبات حاکم وي.»
پرون هم، عصمتالله ارګاشف په ازبیکستان کې د امریکا له سفیر سره کتلي و. په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان د مسئلې د حل لپاره د منظمو ډیپلوماټيکو اړیکو پر دوام ټینګار کړی او په افغانستان کې یې د وضعیت د ښه کېدو لپاره د نړۍوالو ګډو هڅو ملاتړ مهم بللی و.
په دې اړه مو اندونه