د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي وايي، چې د دغه هېواد سرحدي ولایتونه به له ګاونډیو هېوادونو سره د ډیپلوماټیکو اړیکو د پراخولو ماموریت ولري.
ښاغلي عراقچي زیاتوي، چې د ګاونډیو هېوادونو له همکارۍ سره به، په دې چوکاټ کې د سرحدي مسایلو، لکه د نشهيي توکو قاچاق او د پولو مدیریت ستونزې حلوفصل شي.
هغه په دې اړه وویل: «په بهرنیو چارو وزارت کې یو نوی بحث د "ولایتي ډیپلوماسۍ" تر عنوان لاندې پیل شوی، او موږ هوډ لرو ټول هغه ولایتونه، چې له ګاونډیو هېوادونو سره ګډه پوله لري، له مقابل لوري ولایتونو سره ډیپلوماټیک تعاملات او تګ راتګ ولري.»
د سیاسي مسایلو کارپوه سیداکبر سیال وردک په دې هلکه وویل:«نشهيي توکي یوه نړۍواله پدیده ده، نو په دې برخه کې باید ټول هېوادونه، له یو بل سره همکاري او همغږي ولري، ترڅو د قاچاقبرانو مخه ونیول شي، ځکه چې دا چاره د نورو هېوادونو امنیت ته ګواښ پېښوي.»
د ایران د بهرنیو چارو وزیر دغه راز ویلي چې تر راروانې یوې میاشتې به د هېواد د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او ترکمنستان په ګډون په ګاونډیو هېوادونو کې د ایران د سفیرانو او کونسل جنرالانو په ګډون یو سیمهییز سیمینار جوړ کړي.
د سیاسي چارو کارپوه احمد بلال عمر په دې هکله وايي:«دا د ټولو هېوادونو، په ځانګړي توګه د ګاونډیو هېوادونو، بنسټيزه اړتیا ده، چې ښې اړیکې ولري، او د دوی وګړي وکړای شي د قانوني اسنادو په لرلو سره په اسانه سفر وکړي؛ خو له بدهمرغه، موږ د ایران په سیاستونو کې ابهامات وینوو.»
تر دې مخکې هم د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له ګاونډیو هېوادونو غوښتي و، چې د مخدره توکو د قاچاق د مخنیوي په برخه کې ورسره همکاري وکړي.
په دې اړه مو اندونه