د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، ایران په ۲۰۲۴ کال کې ۸۰ افغان بندیان اعدام کړي دي.
د دغه سازمان د کلني راپور لمخې، په ۲۰۲۴ کال کې د اعدام شویو افغانانو شمېر د وړم کال پر تله ۳ برابره لوړ دی.
د ایران د بشري حقونو سازمان په خپل کلني راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۴ کال کې په ایران کې لږ تر لږه ۸۰ افغانان اعدام شوي دي.
د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، دا شمېر د ۲۰۲۳ کال پرتله د اعدام شویو افغانانو شمېر درې برابره زیات شوی دی.
د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي: لږ تر لږه ۸۰ افغانان اعدام شوي. دا شمېر د ۲۰۲۳ کال په پرتله درې برابره لوړه شوې، ځکه چې په ۲۰۲۳ کال کې ۲۵ افغانان او په ۲۰۲۲ کال کې ۱۶ افغانان اعدام شوي وو.»
د سیاسي چارو شنونکی، فضل الرحمن اوریا وايي: په تاسف سره چې په ایران کې د افغان بې ګناه، بې وزله او بې سرپناه کډوالو اعدامونه ورځ تر بلې د زیاتېدو په حال کې دي. دا له یوه لوري افغانانو ته د زغم وړ نه دي او له بل لوري دا د ټولو نړۍوالو کنوانسیونونو خلاف دي.
د ایران د بشري حقونو سازمان تازه خبر ورکړی چې اته زندانیان چې دوه یې افغانان وو، اعدام شوي دي. د راپور له مخې، دا کسان د مخدره توکو، محاربې، جنسي تېري او قصدي قتل په تور اعدام شوي دي.
د سیاسي چارو شنونکی، زلمی افغانیار وايي: په ایران کې د افغان کډوالو د اعدامونو زیاتېدل یوه سیاسي عقده ده چې تعامل ته و نه رسېدل نو بیا خپله عقده دا ډول وباسي. هیله ده چې تهران کې مشران نړۍوالو قوانینو او قاعدو ته پابند پاتې شي.
یو بل سیاسي چارو شنونکی، عبدالهادي قریشي بیا وايي: زما له کابله غوښتنه دا ده چې یو ځل بیا د کورنیو چارو وزارت او سترې محکمې استازي تهران ته ولاړ شي. څو هلته د افغانانو د اعدام د مخنیوي یوه لایحه یا کنوانسیون لاسلیک کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د ستري محکمې یوه پلاوي د افغان بندیانو د لېږد او د هغوی د اعدام د سزا د تخیف په موخه ایران ته سفر کړی و.
په دې اړه مو اندونه