د دفاع وزارت لوی درستیز فصیحالدین فطرت، په ویانا کې د پخواني حکومت د سیاسي څېرو د پنځمې غونډې په غبرګون کې وايي، چې دغه کسان نور د افغانستان د خلکو لپاره د باور وړ نهدي.
ښاغلي فطرت بدخشان کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال، د سرپرست حکومت او د نړۍ د هېوادونو ترمنځ د تعامل یادونه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې اسلامي امارت له نړۍوالې ټولنې سره د خپلو اړیکو د پراخولو په لټه کې دی.
لوی درستیز په دې هکله څرګنده کړه:«له دغو ناستو سره غواړي، چې د خلکو ذهنونه مغشوش کړي. دوی پېژندل شوې څېرې دي، چې د افغانستان خلک نور پر دوی باور نهکوي. غوره به وي چې له اسلامي امارت سره د دسیسو او تبلیغاتو څخه لاس واخلي.»
د اسلامي امارت دغه چارواکی همدارنګه وايي اسلامي امارت له نړۍ سره د نږدې کېدو په حال کې دی او په خبره يې د نړۍ هېوادونه له اسلامي امارت سره په تعامل کې دي.
فصیحالدین فطرت زیاتوي:«که څه هم تر اوسه هېڅ هېواد رسماً اعلان نهدی کړی، چې اسلامي امارت یې په رسمیت پېژندلی، خو هغه تعامل چې تر اوسه له اسلامي امارت سره کېږي، داسې تعامل دی، چې اسلامي امارت خپل ځای په نړۍ کې لري او د نړۍ هېوادونه ورسره په تعامل بوخت دي.»
ورته مهال د عمري قول اردو قومندان د اسلامي امارت غړو ترمنځ د اختلافاتو شتهوالی ردوي او وايي، تر «طالبانو» وروسته په هېواد کې هېڅ ډول حکومت نشته.
د عمري قول اردو قومندان امانالدین منصور ویلي:«د طالبانو د مشرانو ترمنځ هېڅ ډول اختلاف نشته، لکه څنګه چې د جهاد پر مهال یې د یوه بیرغ لاندې مبارزه کوله، نن هم هماغه یووالي او دریځ لري. هېڅ بدلون نهدی راغلی، او د طالبانو وروسته حکومت ته هېڅ ځای نشته؛ د طالبانو وروسته حکومت وجود نهلري.
د دفاع وزارت لوی درستیز په بدخشان کې له رسنیو سره د خبرو پرمهال د هېواد په شمال کې د داعش ډلې حضور ردوي او زیاتوي چې دا ډله په هېواد کې د امنیت ګډوډولو وړتیا نهلري.
په دې اړه مو اندونه