د کابل ښار اوسیدونکي د اینترنتي کڅوړو د بیو له لوړوالي شکایت لري.
دوی د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له مسوولینو غواړي چې د اینترنت بیې راکمې کړي.
شعیب، چې د کابل یو اوسېدونکی دی، وايي: «د انټرنېټ بیه لوړه شوې او باید یو څه راټیټه شي، ځکه د خلکو اقتصادي وضعیت کمزوری دی. که قیمت ټیټ شي، د انټرنېټ کارونه به زیات شي.»
عبدالمالک، چې د کابل بل اوسېدونکی دی، هم وايي: «په نورو هېوادونو کې انټرنېټ ارزانه او باکیفیته دی، خو په افغانستان کې هم ګران دی او هم کمزوري خدمات لري. زما غوښتنه دا ده چې بیې راکمې شي.»
خو د ګاونډيو او د سیمې په هېوادونو کې سره له دې چې، انټرنټ یې ښه کیفیت لري ډېر ارزانه هم دی.
فیروز آیدین محمدي، چې په ترکیه کې یو افغان کډوال دی، وايي: «په ترکیه کې د ۱ جيبي انټرنېټ بیه ۳۵ لېره دی، چې نږدې ۱ ډالر یا ۷۰ تر ۷۳ افغانیو ته رسېږي.»
ملکاول شینواری، چې په پاکستان کې میشت افغان کډوال دی، هم وايي: «په پاکستان کې انټرنېټ ته لاسرسی ډېر اسان دی. د ۲۰۰ جيبي او ان تر ۱۵۰۰ جيبي انټرنېټ کڅوړې یوازې د ۵۰۰ افغانیو په بیه ترلاسه کېدای شي.»
له دې سره سم، د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره یا اترا وايي، دغه اداره هڅې کوي چې، په هېواد کې د انټرنټ بیه راټيټه او ورسره هېوادوالو چټک انټرنټ وړاندې کړي.
د اترا ادارې ویاند، جلالالدین شمس بیا وايي: «د اترا ادارې د مخابراتي شرکتونو د عوایدو او لګښتونو تر تحلیل وروسته، یوه مشخصه بیه ټاکلې، چې له ۲۰۲۵ زیږیز کال له پیله به عملي شي. همداراز، د شرکتونو ترمنځ سیالي زیاته شوې او هغوی اوس د خپلو انټرنېټي کڅوړو بیې کمې کړي، ترڅو زیات پیرودونکي جذب کړي.»
تر دې مخکې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په ټول افغانستان کې د نوري فایبر د ۴۸۸ کیلومتره مزي د لېږدولو پروژې له تصویبېدو خبر ورکړی وو او همداراز یې ویلي وو، د دغې پروژې چارې په ځینو ولایتونو کې روانې دي او په یو شمېر نورو ولایتونو کې تازه پیل شوې دي.
په دې اړه مو اندونه