Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عرفات جمال له ایران او پاکستانه غوښتي افغان کډوالو سره «انساني چلند» وکړي

په افغانستان د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ استازي له ایران او پاکستانه غوښتي، چې د افغان کډوالو په جبري ایستلو سره له هغوی د خپلو څو لسیزو کوربتوب زیانمن نه‌کړي.

عرفات جمال له طلوع‌نیوز سره په یوه مرکه کې له کډوالو سره پر ښه چلند، پر خپله خوښه د هغوی پر راستنېدو او له ملګرو ملتونو سره په همغږۍ د ایران او پاکستان پر کار ټینګار کوي او زیاتوي، که‌چېرې دا همغږي ترسره نه‌شي، له افغانستان سره به د دغو هېوادونو په پولو کې له ګډوډیو ډک وضعیت رامنځته شي.

عرفات جمال په دې هکله وویل:«دا زموږ اصلي غوښتنه ده، چې له خلکو سره په درنښت چلند وشي، ډاډ ترلاسه شي هغه کسان چې بېرته خپل کور ته ستنېدل غواړي، دا کار په رضاکارانه ډول ترسره کړي، او له موږ سره همکاري وشي، چې دا بهیر منظم وي او له ثبات سره مرسته وکړي. که نه؛ نو موږ به د پولو دواړو غاړو ته له ګډوډ وضعیت سره مخ شو، چې هېڅوک یې نه‌غواړي. یوازې دا مهمه ده چې ټول اړخونه یوه میز ته سره کېني، خبرې وکړي او پر یوه منظم چوکاټ کار وکړي.»

بل پلو، د سیاسي چارو شنونکي وایي، د سرحدي ستونزو د مخنیوي لپاره اړتیا ده، چې ایران او پاکستان د افغانستان له سرپرست حکومت سره افغان کډوالو ته په خپله خوښه د ستنېدو فرصت رامنځته کړي.

 د پوهنتون استاد ذکي‌الله محمدي طلوع‌نیوز ته وايي:«که‌چېرې دغه بهیر ونه‌درول شي او دغه بهیر ته یوه کړنلار جوړه نه‌شي، چې افغانان په عزت او ابرو سره خپل هېواد ته راستانه کړل شي، له دغو دوو هېوادونو سره د افغانانو تاریخي عقدې لا زیاتېږي او دا به د دغو هېوادونو ترمنځ  د جګړې لامل شي.»

 د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیگیر هم څرګندوي:«هر کس په څو ځلې ایستل شوی؛ خو هغوی بېرته ایران ته تللي دي، نو باید په یوې ډېرې عالي کړنلارې کار وشي او ټول اړوند اړخونه په‌کې ګډون وکړي، زما په اند دا ډېره غوره ده.»

بلخوا، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې له ایران، پاکستان او ترکیې څه باندې ۱۴ زره کسان بېرته هېواد ته راستانه شوي دي. د دغه وزارت د معلوماتو له‌مخې، له دې منځه۱۱زره کسان له ایران، ۳ زره له پاکستان او ۱۴۶ نور له ترکیې راستانه شوي دي.

 د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي:«د افرادو تعداد یې ۱۴ زره او ۱۴۰ تنه کېږي، د دوی له جملې څخه ۱۰ زره او ۶۸۳ کسان له ایرانه او ۳زره او ۳۱۱ تنه له پاکستانه ۱۴۶ تنه له ترکیې څخه راغلي دي.»

پرون هم د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي و، چې تېر زیږدیز کال کې له ۲٫۱ مېلیونه ډېر افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

عرفات جمال له طلوع‌نیوز سره په یوه مرکه کې له کډوالو سره پر ښه چلند، پر خپله خوښه د هغوی پر راستنېدو او له ملګرو ملتونو سره په همغږۍ د ایران او پاکستان پر کار ټینګار کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه