Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ۶۵ میلیون افغانیو په لګښت د امو سیند د څنډو تحکمیات پیل شول

د ۶۵ میلیونه افغانیو په لګښت د امو سیند د څنډو تحکیماتو پروژه د تخار په درقد ولسوالۍ کې پیل شوه.

د امو سیند د څنډو تحکیماتو رییس په خبره په پام کې ده چې دغه پروژه تر راتلونکو لسو میاشتو پورې بشپړه شي.

د امو سیند د څنډو تحکیماتو رییس، سید غلام مشواڼی په دې اړه وايي: "ان‌شاءالله، د دې پروژې کار به په لسو میاشتو کې بشپړ شي. لګښت یې د اسلامي امارت له بودجې تمویلیږي او ۶۵ میلیونه افغانۍ اټکل شوی دی."

بل پلو د تخار د درقد ولسوالۍ ځینې اوسېدونکي وايي له کلونو راهیسې د اوبو راپورته کېدو له امله یې کرنیزې ځمکې او کورونه زیانمېږي او ددغې پروژې له پلې کېدو هرکلی کوي.

د دغې پروژو د چارو پیل سره ځینو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

د تخار د درقد ولسوالۍ اوسېدونکی، محمد صادق وايي: "د دې سیند اوبو د خلکو کورونه وران کړي او کرنیزه ځمکه یې له منځه وړې ده."  

د تخار د درقد ولسوالۍ اوسېدونکی، جان ګل هم وايي:"زموږ غوښتنه له دولته دا ده چې داسې پروژې نورې هم پلي کړي څو زموږ خلکو ته کار پیدا شي."

درقد د تخار هغه ولسوالۍ ده چې د امو سیند پر غاړه موقعیت لري او تل د اوبو راپورته کېدو له ګواښ سره مخ ده.

مسوولین وايي د دغې پروژې د چارو بشپړېدو سره به یې کرنیزې ځمکې او کورونه د اوبو راپورته کېدو له ګواښ څخه خوندي شي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه