د هېواد په ځينو ولایتونو کې د باران ورښت او ویجاړونکو سېلابونو له امله نږدې ۴۰ تنو ژوند بایللی او ۴۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
دغه طبیعي پېښې په فراه، هلمند او کندهار ولایتونو کې رامنځته شوې دي.
طبیعي پېښو ته د رسېدو ملي ادارې ویاند جانان سایق وايي:«په ټول هېواد کې د طبیعي پېښو له امله له بده مرغه کابو ۳۶ هېوادوال شهیدان شوي ۴۰ تنه ټپيان شوي دي او ۲۴۰ کورونه په بشپړه توګه او ۶۱ کورونه په قسمي توګه ویجاړ شوي دي.»
په فراه کې له خاورو او دوړو سره مل زورور توپان د خلکو هر څه زیانمن کړي دي.
د فراه اوسېدونکی موسی جان په دې هکله طلوعنیوز ته وویل:«داسې زورو بادونه او دوړې وې، چې له امله یې زما یو د تره زوی شهید شو، چې چوکاټ پرې راولوېدلی و.»
له سېلابونو او توپان وروسته خلکو ته یوازې ویجاړۍ او ویر پاتې دی او دوی بېړنیو مرستو ته سترګې پر لار دي.
د فراه اوسېدونکی علاء الدین هم وايي:«خلکو ته ډېر زیانونه رسېدلي دي، زما په خپله یې د سولر ۲۲ هېندارې له چوکاټو سره وړي دي، موږ مرستو ته اړتیا لرو.»
د فراه اوسېدونکی طالب جان طلوعنیوز ته څرګندوي:«توپان او ږلۍ خلکو ته زښته زیات زیانونه اړولي دي، د سولر هېندارې یې ماتې کړې، دېوالونه یې چپه کړل، توتان یې چپه کړي دي.»
د فراه د بخش اباد اوبو بند تونل دواړو خواوو ته زورور سېلابونه راغلي او په منځ کې یې کارګران بند پاتې دي.
بلخوا د فراه رود ولسوال محمد صادق جهانمل چې په دغې ولسوالۍ کې د تلفاتو او زیانونو کره شمېر معلوم نهدی:«تراوسه موږ ته ټولیز شمېر، په کره توګه نهدی معلوم شوی؛ ځکه داسې سیمې دي چې، هلته ټلېفون کار نهکوي د انتن ورکړې ستونزه ده، غرنۍ سیمه ده او لارې هم بندې دي او سیندونه په مخ کې دي.»
د ویجاړونکي توپان او سېلابونو له امله په کندهار او هلمند ولایتونو کې هم ۱۷ تنو ژوند بایللی او نږدې ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
د مړه شویو کسانو په منځ کې د کانونو او پټرولیم وزارت دوه تنه انجینران هم شامل دي.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر شېر محمد وحدت په دې هکله وايي:«د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه په ګډون په موسی کلا، ګرشک، باباجي، نوزاد، سنګین او اشیر ولسوالیو کې، د ورښتونو له امله په جلا جلا پېښو کې شپږ تنه شهیدان شوي او ۱۰ تنه ټپيان شوي او ۱۵۰۰ سولري هېندارې ماتې شوې دي.»
پخواني ولسمشر حامد کرزي په وروستیو طبیعو پېښو کې د لسګونو کسانو مړه کېدو له امله د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې او له مرستندویه بنسټونو او ملي سوداګرو یې د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې ده.
په دې اړه مو اندونه