د اسلامي امارت یو شمېر چارواکو په هغې غونډه کې چې، د اهل تشیع د عالي کمېسیون له لوري د لویې جرګې په تالار کې جوړه شوې وه، د هېوادوالو پر یووالي او د یو بل پر منلو ټینګار وکړ.
د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال د لویې جرګې په تالار کې د شعیه ګانو د عالي کمیسیون له لوري جوړه شوې غونډه کې وویل چې اسلامي امارت د قومونو تنوع ته د ملي یووالي د سمبول په سترګه ګوري او پر ساتنې یې ټینګار کوي.
ښاغلي برادر په یووالي او د یو بل پر منلو په ټینګار سره وویل چې په تېر کې د سیاسي ګوندونو شتون د افغانانو ترمنځ د ملي یووالي د له منځه وړلو لامل شوی وو.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر پخپله وینا کې و ویل: د افغانانو یووالی د ټیکاو او سیاسي او اقتصادي پرمختګ اصلي لامل دی. هغو ولسونو چې خپل اتحاد او یووالی ساتلی دی له کورنیو اختلافاتو په امان کې دي او په اسانۍ خپلو موخو ته رسېدلي دي.
د اسلامي امارت یو شمېر نور مسوولین له هېوادوالو غواړي، هغو تبلیغاتو ته پام ونکړي چې موخه یې د هېوادوالو ترمنځ بې اتفاقي جوړل دي.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت سرپرست، نورالله نوري هم و ویل: په ټول افغانستان کې اهل تشیع ولسونه ټول د ورورولۍ په مجلس کې سره خبرو ته راټول شوي دي او له نظامه د خدمت غوښتنه لري.
په دغه غونډه کې یو شمېر شیعه ګانو هم د خلکو مشروع غوښتنو ته پر رسېدنې ټینګار وکړ.
دوی دغه راز د ملي یووالي ټینګښت او د خلکو تر منځ د تفرقې مخنیوی مهم وبلل.
د پخواني حکومت د ملي روغې جوړې عالي شورا مرستیال، اسدالله سعادتي بیا وايي: ټول هغه کسان چې که په حکومت کې دي، سیاسي موقف لري او که ولس دی باید په یوه سترګه ورته وکتل شي. عادلانه باید له ټولو سره چلند و شي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د سرحدونو، قومونو او قبايلو وزارت د ملي يووالي د ټينګښت په موخه په کابل او نورو ولايتونو کې پروګرامونه جوړ کړي دي.
په دې اړه مو اندونه