Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ټرمپ: نظامي تجهیزات باید بېرته له افغانستانه واخلو

د امریکا ولسمشر د دغه هېواد دفاع وزیر ته ویلي، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پاتې نظامي تجهیزاتو د بېرته ستنونې مساله وڅېړي.

ډانلډ ټرمپ د کابینې په لومړۍ غونډه کې له دفاع وزیر وغوښتل چې له افغانستانه د امریکايي وسلو او تجهیزاتو د بیرته اخیستلو موضوع و ارزوي.

د امریکا ولسمشر ویلي: (زه فکر کوم چې باید تجهیزات بیرته واخلو. ما پیټ ته وویل چې دا موضوع و ارزوي. موږ په میلیونونه نه په میلیاردونه ډالره نوي تجهیزات پریښي دي. تاسو ګورئ چې هر کال یې نندارې ته وړاندې کوي.)

د امریکا ولسمشر دغه راز ادعا وکړه چې افغانستان په نړۍ کې د پوځي تجهیزاتو له سترو پلورونکو څخه دی.

نوموړي دغه راز وویل چې په پام کې یې درلوده چې د بګرام اډه ونیسي، نه د افغانستان لپاره بلکې چین ته د نږدیوالي له امله، خو د بایډن دولت دغه اډه له لاسه ورکړه.

هغه زیاته کړې: (موږ بګرام د افغانستان لپاره نه، بلکې د چین لپاره نیولی وو، ځکه دا اډه له هغه ځایه یو ساعت لرې ده چې چین خپل اټومي توغندي پکې جوړوي.)

د امریکا دفاع وزیر، پیټ هیګسټ بیا ویلي: (موږ له افغانستان څخه د ناسمو وتلو په اړه پر هر اړخ په بشپړه توګه بیاکتنه کوو او د بشپړ ځواب ویلو پلان جوړو. دا یو له لومړنیو مواردو څخه دی چې موږ د دفاع په وزارت کې اعلان کړ.)

سرپرست حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې د اسلامي امارت ویاند په افغانستان کې د پاتې امریکايي پوځي تجهیزاتو بیرته وړل یوه خیالي خبره بللې وه او روښانه کړې یې وه چې د بګرام اډه د هیڅ هېواد په واک کې نه ده.

د سیاسي چارو شنونکی، جنت فهیم چکري بیا وايي: غوره دا ده چې دا ډول ستونزو او کړکېچونو ته یوه حل لار پیدا شي او د خبرو اترو او ډيپلوماسۍ له لارې دا موضوع حل شي. د اسلامي امارت دریځ هم باید داسې وي چې هغوی ته قناعت ورکړای شي. 

دا لومړی ځل نه دی، چې د امریکا ولسمشر په افغانستان کې د خپل هېواد د پاتې نظامي تجهیزاتو په تړاو خبرې کوي، بلکې تر دې وړاندې یې هم له افغانستان سره د واشنګټن د مرستو دوام په افغانستان کې د پاتې شویو پوځي تجهیزاتو په بیرته ورګرځولو پورې مشروط کړی وو.

نوموړي دغه راز وویل، په پام کې یې درلوده چې د بګرام اډه ونیسي، نه د افغانستان لپاره بلکې چین ته د نږدیوالي له امله، خو د بایډن دولت دغه اډه له لاسه ورکړه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه