Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ځوانانو چارو معین هېواد کې د وزګارتیا کچې د راکمېدو ډاډ ورکوي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معینیت لخوا د اتلسو ولایتونو څه باندې ۱۲۰ ځوانانو ته د ظرفیت لوړونې ۳ ورځنی سیمینار پایته ورسېد.

د دغه معینیت د معین، په وینا هر کال د هېواد له پوهنتونونو تر ۲۰ زره ډېر کسان فارغېږي، خو کاري فرصتونه ورته نشته.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو مرستیال، یونس راشد وايي: "درې کاله مخکې موږ دا فکر کاوه چې څنګه د هېواد ځوانان له بې‌کارۍ وژغورو، ځکه بې‌کاري لامل کېږي چې زموږ ځوانان ګاونډیو او کفري هېوادونو ته پناه یوسي او د هغوی له کلتور اغېزمن شي، چې دا زموږ لپاره په ملي کچه شرم هم دی."

د حکومت د رسنیو مرکز رییس، نعیم الحق حقاني هم وايي: "په کور دننه، د انټرنیټ سره وصل ټلیفون او کمپیوټر په وسیله، انسان کولای شي خپل کار وکړي. نن ورځ ټوله نړۍ د ډیجیټلي کېدو پر لور روانه ده – ډیجیټلي اسعار، دیجیټلي بازار موندنه او دیجیټلي کار."

یو شمېر ځوانان چې له بېلابېلو ولایتونو څخه په دغه سیمینار کې د ګډون په موخه کابل ته راغلي، د انلاین کسب او کار پراخول د ځوانانو لپاره مهم بولي او د ځوانانو د لا زیات ملاتړ غوښتونکي دي.

د کندز اوسېدونکی، حسین الله نیازی بیا داسې وايي: "دا پروګرام باید ټولو ولایتونو او ولسوالیو ته پراخه شي، څو زموږ ځوانان کار پیدا کړي. زما وړاندیز دا دی چې که دا پروګرام د افغانستان په پوهنتونونو کې رواج شي، نو ډېر ګټور به وي."

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو د معينيت مسوولین وایي چې دغه درې ورځنى سيمينار دهېواد له اتلسو ولايتونو څخه د څه باندې ١٢٠ تنو ځوانانو د ظرفيت لوړولو په موخه جوړ شوی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه