Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د دوحې هوکړه پنځه کلنه شوه

د اسلامي امارت او امریکا تر منځ د دوحې هوکړې له لاسلیکېدو ۵ کاله پوره شول.

له نننه پنځه کاله وړاندې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اسلامي امارت پلاوي او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د هغه وخت د ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد له اتلسو میاشتو خبرو وروسته، د سولې هوکړه‌ لیک لاسلیک کړ.

د سیاسي چارو شنونکی، عبدالهادي قریشي په دې اړه وايي: د امریکا د ځانګړي استازي، ښاغلي خلیلزاد او د ملا عبدالغني برادر او ملا عباس ستانکزي ترمنځ د قطر په کوربه توب په دوحه کې دغه هوکړه لاسلیک شوه.‎

د امریکا او د هغې د متحدینو پر وړاندې د افغانستان د خاورې نه کارول کېدل، له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل، د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدل او دایمي اوربند د دغه هوکړه لیک اصلي محورونه وو.

د سیاسي چارو شنونکی، زلمی افغانیار بیا په دې اړه وايي: له افغانستان د سیمې او نړۍ هېوادونه و نه ګواښل شي، او امریکا هم د افغانستان حریم نقض نه کړي او د افغانانو ترمنځ خبرې مدیریت شي. دا دوحې هوکړې موارد و چې امریکا یې پر ځینو هیڅ عمل و نه کړ.  

اوس، د دغه هوکړه لیک له لاسلیکېدو پنځه کاله وروسته، اسلامي امارت وايي چې د هوکړه لیک اساسي موارد یې عملي کړي، خو متحده ایالتونو د دغه هوکړه لیک ځینې برخې نه دي پلي کړي.
 
 د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد په دې اړه وايي: په تړون کې ځینې داسې برخې وې چې هغه باید امریکايانو عملي کړي وای چې تر اوسه یې نه دي کړي. لکه د تحریم لیستونو پایته رسېدل، له افغانستان سره د تعامل ګامونه اخیستل چې دا نه دي عملي شوي. موږ غواړو چې دغه برخې هم تکمیل شي. بل دا چې د تړون عمومي محتویات د اسلامي امارت له لوري مراعت شوي دي او تر اوسه پکې څه ستونزه نه وینو.  

دا هغه مسأله ده چې کله ناکله د امریکا د پخواني حکومت چارواکو هم افغانستان د دغه هوکړه لیک د ځینو برخو په نقض تورن کړی و.

د دغه هوکړه لیک لمخې، متحده ایالتونو ژمنه کړې وه، چې د ۱۴ میاشتو په موده کې به له افغانستانه خپل او د خپلو متحدینو ټول ځواکونه باسي. د دغه بهیر په لړ کې امریکایي ځواکونه د ۲۰۲۱ زېږدیز کال په اګست میاشت کې له افغانستانه ووتل، چې په پایله کې اسلامي امارت پر افغانستان واکمن شو.

د دوحې هوکړه پنځه کلنه شوه

له ننه پنځه کاله وړاندې د ملاعبدالغني برادر په مشرۍ د اسلامي امارت پلاوي او د امریکا د هغه وخت د ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد له اتلسو میاشتو خبرو وروسته، د سولې هوکړه‌ لیک لاسلیک کړ.

تصویر بندانگشتی

د اسلامي امارت او امریکا تر منځ د دوحې هوکړې له لاسلیکېدو ۵ کاله پوره شول.

له نننه پنځه کاله وړاندې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اسلامي امارت پلاوي او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د هغه وخت د ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد له اتلسو میاشتو خبرو وروسته، د سولې هوکړه‌ لیک لاسلیک کړ.

د سیاسي چارو شنونکی، عبدالهادي قریشي په دې اړه وايي: د امریکا د ځانګړي استازي، ښاغلي خلیلزاد او د ملا عبدالغني برادر او ملا عباس ستانکزي ترمنځ د قطر په کوربه توب په دوحه کې دغه هوکړه لاسلیک شوه.‎

د امریکا او د هغې د متحدینو پر وړاندې د افغانستان د خاورې نه کارول کېدل، له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل، د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدل او دایمي اوربند د دغه هوکړه لیک اصلي محورونه وو.

د سیاسي چارو شنونکی، زلمی افغانیار بیا په دې اړه وايي: له افغانستان د سیمې او نړۍ هېوادونه و نه ګواښل شي، او امریکا هم د افغانستان حریم نقض نه کړي او د افغانانو ترمنځ خبرې مدیریت شي. دا دوحې هوکړې موارد و چې امریکا یې پر ځینو هیڅ عمل و نه کړ.  

اوس، د دغه هوکړه لیک له لاسلیکېدو پنځه کاله وروسته، اسلامي امارت وايي چې د هوکړه لیک اساسي موارد یې عملي کړي، خو متحده ایالتونو د دغه هوکړه لیک ځینې برخې نه دي پلي کړي.
 
 د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد په دې اړه وايي: په تړون کې ځینې داسې برخې وې چې هغه باید امریکايانو عملي کړي وای چې تر اوسه یې نه دي کړي. لکه د تحریم لیستونو پایته رسېدل، له افغانستان سره د تعامل ګامونه اخیستل چې دا نه دي عملي شوي. موږ غواړو چې دغه برخې هم تکمیل شي. بل دا چې د تړون عمومي محتویات د اسلامي امارت له لوري مراعت شوي دي او تر اوسه پکې څه ستونزه نه وینو.  

دا هغه مسأله ده چې کله ناکله د امریکا د پخواني حکومت چارواکو هم افغانستان د دغه هوکړه لیک د ځینو برخو په نقض تورن کړی و.

د دغه هوکړه لیک لمخې، متحده ایالتونو ژمنه کړې وه، چې د ۱۴ میاشتو په موده کې به له افغانستانه خپل او د خپلو متحدینو ټول ځواکونه باسي. د دغه بهیر په لړ کې امریکایي ځواکونه د ۲۰۲۱ زېږدیز کال په اګست میاشت کې له افغانستانه ووتل، چې په پایله کې اسلامي امارت پر افغانستان واکمن شو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه