Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا له ترکېي سره د افغاني پلاوي خبرې

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي رییس چې ترکیې ته تللی، د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د سویلي اسیا له رئیس او په کابل کې د دغه هېواد له پخواني سفیر سره وکتل او د دوه ‌اړخیزو سیاسي او اقتصادي مسایلو په تړاو یې خبرې وکړې.

سوداګریزاو ټرانزیټي فرصتونه او د دوه اړخیزو مسایلو د تعقیبولو لپاره د کمېسیون جوړېدل هغه نور مسایل وو چې په دې کتنه کې پرې خبرې وشوې.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د سویلي اسیا رئیس د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي سلا مشورې مهمې وبللې او زیاته یې کړه چې ترکیه غواړي په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره خپلې اړیکې پراخې کړي.

د سیاسي چارو شنونکی، معین ګل څمکنی وايي: ترکیه په دې وروستیو کلونو کې له افغانستان سره ډېرې ښې اړیکې لري. هم له دیني او کلتوري پلوه او هم دا چې موږ په افغانستان کې ترک تبار هم لرو. که موږ هم فکره شو دا زموږ او ترکیې دواړو په ګټه ده. 

ځینې شنونکي پر دې باور دي چې ترکیه هغه هېواد دی چې کولای شي د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې لپاره عملي ګامونه پورته کړي او دغه راز له اروپایي هېوادونو سره د افغانستان د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په برخه کې هم مهم رول ولوبوي.

د سیاسي چارو شنونکی، سلیم پیگیر وايي: ترکیه یوه اسلامي هېواد دی. په ضمن کې یو د ناټو غړی هېواد هم دی. طبیعي ده چې له لویدیځو هېوادونو سره ډېرې نږدې اړیکې لري. نو زما په اند که موږ له ترکیې سره ښې اړیکې ولرو نو هغوی زموږ اړیکې له نړۍ او لویدیځ سره ښې کولای شي.
 
د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالنصیر رښتیا بیا وايي: ترکیه کولای شي موږ له اروپا سره ونښلوي، همدا راز ترکیه د افغانستان له پخوانیو سوداګریزو ملګرو دی او موږ له ترکیې سره ډېرې غوره اړیکې پاللې دي. 

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، ترکیه له هغو هېوادونو وه چې په افغانستان کې یې خپل سفارت فعال وساته او له اسلامي امارت سره یې خپلو ډيپلوماټیکو اړیکو ته دوام ورکړ.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه