Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په پکتیا کې روږدي کسان کار او حرفوي زده کړې غواړي

پکتیا کې پر نشه يي توکو ځینې روږدي تر درملنې وروسته د کاري زمینو برابرولو غوښتنه کوي.

۳۲ کلن سيف اللّٰه چې د پکتيا د ميرزکې ولسوالۍ اوسېدونکی دی او څلور کاله وړاندې پاکستان کې پر نشه روږدی شوی وو، اوس د دغه ولایت د روږدو ديرش بستريز روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

نوموړی له اړونده مسوولینو څخه تر درملنې وروسته د کاري زمینې برابرولو غوښتنه کوي.

تر درملنې لاندې روږدي سيف اللّٰه په دې اړه د طلوع نیوز خبریال ته وویل: « له دولت څخه مو دا غوښتنه ده چې دا ساحه لږ ستره او موږ ته یو مسجد جوړ کړي او د دې روغتون بسترونه زيات شي، اوس ديرش بستريز دی دا دې سل بستريز شي څومره چې دلته خدامات زيات او ښه شي له نشو به خلک منع شي او بله غوښتنه مو دا ده چې موږ ته ښې مسلکي او تخنيکي زده کړې راکړل شي.»

په دغه مرکز تر درملنې ځینې نور روږدي دوی ته د حرفوي زده کړو زمینې پر برابرولو ټینګار کوي.

 دوی وايي د کسب زده کړې سره به نه یوازې عادي ژوند ته ورستانه شي بلکې د خپلو کورنیو اقتصادي پیاوړتیا کې به هم ونډه واخلي.

په پکتیا کې روږدي کسان کار او حرفوي زده کړې غواړيتر درملنې لاندې بل روږدي ګل الرحمان وویل: «د خدای شکر ادا کوو او د ښوونکو په هڅو موږ وتوانيدو چې خپل ځان، خدای او ټولنه وپيژنو، مننه کوو له خپلو ښوونکو موږ سره يې ډېرې هڅې وکړې. موږ چې له دې ځايه بېرته ستنيږو له خپلو کورنيو او ټولنې څخه مو غوښتنه دا ده چې موږ بې روزګاره پرېنږدي ځکه موږ بېرته نشو ته مخه کوو چې بې روزګاره يو په تنګيږو.»

تر درملنې لاندې روږدي محمد جواد بیا داسې وایي: «که چېرې دې خلکو ته د کار زمينه برابره شي دوی بېرته نشې ته مخه نه کوي، موږ له دولت څخه غوښتنه لرو چې موږ ته د کار او حرفوي زده کړو زمينه برابره کړي. دې روغتون ته بايد ارتقا ورکړل شي ځکه ډير خلک او ځوانان لا هم پاتې دي.»

د پکتیا د عامې روغتیا ریاست د شمېرو پربنسټ په روان لمريز کال کې په دغه ولایت د ۲۰۸ روږدو درملنه شوې ده.

مسوولین دغه راز ډاډ ورکوي چې تر درملنې روږدو ته به د حرفوي زده کړو زمینې برابرې کړي.

د پکتیا د روږدو درملنې ديرش بستريز روغتون اداري مدير عزيزاللّٰه عزيزي وویل: «موږ ۱۶۵ کسان په داخل د بستر او ۴۳ کسان مو په کورونو کې تداوي کړي دي، د درملنې سربېره موږ د ديني او عصري زده کړو او اخلاقي معيارونه ورښايو.»

د پکتيا د عامې روغتیا رییس معراج ګل عادل په دې اړه طلوع نیوز ته داسې وویل: « د نشه يي توکو مديريت سره ښه همغږي لرو چېرې چې روږدي پيدا کوي او که موږ ظرفيت ولرو دلته يې درملنه کوو. پخوا مو د ځای نشتوالي له امله د پکتيا زندان کې هم د روږدو درملنه کوله. روږدو ته د حرفوي زده کړو برابرولو په اړه کار او ټولنيزو چارو رياست سره په هڅه کې يو.»

د مسولينو د معلوماتو پر بنسټ په پکتیا کې دامهال شاوخوا ۱۵ زره کسان په نشه يي توکو روږدي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه