Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مجاهد: یوناما په ملګرو ملتونو کې د افغانستان په تړاو د ناسم ذهنیت دلیل دی

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، چې یوناما په افغانستان کې د منفي مسایلو د لوی ښودلو په هڅه کې ده او مثبتې موضوع‌ګانې نه منعکسوي.

ښاغلی مجاهد د یوناما پر کارکړنو له نیوکې سره وايي، چې د دغه بنسټ ماموریت د افغانستان لپاره ګټور نه‌‌دی.

د اسلامي امارت ویاند وايي:«د یوناما له ادرسه د افغانستان په اړه منفي راپورونه خپاره شوي او له بده مرغه، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان په اړه هغه ناسم ذهنیت، چې شتون لري د یوناما د غلطو او ناسم معلوماتو پر بنسټ رامنځته شوی. همداراز، په افغانستان کې پرمختګونه، لاسته راوړنې، ثبات او امنیت د یوناما له لوري محاسبه شوي نه‌دي.»

ښاغلی مجاهد دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د راتلونکې دوشنبې په ورځ (د مارچ په ۱۰مه) د افغانستان د راتلونکي او په افغانستان کې د یوناما د ماموریت د احتمالي غځېدو په تړاو غونډه وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«یوناما دې واقعیتونه وویني او ملګرو ملتونو ته دې سم راپور ورکړي. په تېرو درې نیمو کلونو کې مو ولیدل، چې نشه‌يي مواد، ترهګري او هر ډول فساد له‌منځه تللی دی. یوناما باید دا ډول حقیقتونه په پام کې ونیسي.»

یوناما په افغانستان کې د بشري حقونو د ترویج، د جنسیتي برابرۍ د پراختیا، د مذاکراتو د اسانتیا، د سیمه‌‌ییزو همکاریو د پیاوړتیا، د بشري مرستو د همغږۍ او د اقلیمي اقداماتو د ملاتړ موخې تعقیبوي.

تر دې مخکې، د یوناما د ماموریت د تمدید لپاره د دوو پرېکړه‌لیکونو مسودې چمتو شوې وې، چې یوه یې د امریکا متحده ایالتونو او سوېلي کوریا له لوري او بله یې د چین او پاکستان له لوري چمتو شوې وه.

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د راتلونکې دوشنبې په ورځ (د مارچ په ۱۰مه) د افغانستان د راتلونکي او په افغانستان کې د یوناما د ماموریت د احتمالي غځېدو په تړاو غونډه وکړي.

تصویر بندانگشتی

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، چې یوناما په افغانستان کې د منفي مسایلو د لوی ښودلو په هڅه کې ده او مثبتې موضوع‌ګانې نه منعکسوي.

ښاغلی مجاهد د یوناما پر کارکړنو له نیوکې سره وايي، چې د دغه بنسټ ماموریت د افغانستان لپاره ګټور نه‌‌دی.

د اسلامي امارت ویاند وايي:«د یوناما له ادرسه د افغانستان په اړه منفي راپورونه خپاره شوي او له بده مرغه، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان په اړه هغه ناسم ذهنیت، چې شتون لري د یوناما د غلطو او ناسم معلوماتو پر بنسټ رامنځته شوی. همداراز، په افغانستان کې پرمختګونه، لاسته راوړنې، ثبات او امنیت د یوناما له لوري محاسبه شوي نه‌دي.»

ښاغلی مجاهد دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د راتلونکې دوشنبې په ورځ (د مارچ په ۱۰مه) د افغانستان د راتلونکي او په افغانستان کې د یوناما د ماموریت د احتمالي غځېدو په تړاو غونډه وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«یوناما دې واقعیتونه وویني او ملګرو ملتونو ته دې سم راپور ورکړي. په تېرو درې نیمو کلونو کې مو ولیدل، چې نشه‌يي مواد، ترهګري او هر ډول فساد له‌منځه تللی دی. یوناما باید دا ډول حقیقتونه په پام کې ونیسي.»

یوناما په افغانستان کې د بشري حقونو د ترویج، د جنسیتي برابرۍ د پراختیا، د مذاکراتو د اسانتیا، د سیمه‌‌ییزو همکاریو د پیاوړتیا، د بشري مرستو د همغږۍ او د اقلیمي اقداماتو د ملاتړ موخې تعقیبوي.

تر دې مخکې، د یوناما د ماموریت د تمدید لپاره د دوو پرېکړه‌لیکونو مسودې چمتو شوې وې، چې یوه یې د امریکا متحده ایالتونو او سوېلي کوریا له لوري او بله یې د چین او پاکستان له لوري چمتو شوې وه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه