Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان ته د بشري مرستې د راکمېدو په اړه د ملګرو ملتونو اندېښنې

په افغانستان کې د یوناما مرستیال او د بشري مرستو همغږی کوونکی وايي، ملګري ملتونه هم له افغان ولس سره د بشري مرستو کمښت ته اندېښمن دي.

د هغه په وینا، په ځینو هېوادونو کې جګړو، اقتصادي ستونزو او ګڼ بشري کړکیچونو پر دغو مرستو منفي اغېز کړی دی.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ مرستیال او د بشري چارو همغږی کوونکی، اندریکا راتواته په دې اړه وايي:(  موږ په جدي ډول د مرستو کمښت په اړه اندېښمن یوو، له دې ډلې د امریکا متحده ایالاتو له لوري د مرستو بندېدو او بیا کتنې او د غړو هېوادونو له لوري په نړیواله کچه د مالي شرایطو، بشري کړکیچونو او جګړو له امله یې په پراخ ډول خپلې مرستې راکمې کړې دي. دغه چاره د افغانستان پر خلکو جدي اغېز لري.)

د ښاغلي راتواته په خبره د ملګرو ملتونو سازمان د خصوصي سکتور ملاتړ سره په افغانستان کې په بنسټیز ډول د اقتصادي ستونزو حل هڅې کوي.

ښاغلي راتواته زیاته کړې:( د خصوصي سکتور په برخه کې د ګډون لپاره زیات فرصتونه شته، د خصوصي سکتور په برخه کې پانګونه نه یوازې پانګه والو ته اغېزناکه ده بلکې د افغانستان خلکو لپاره هم ګټوره ده، د تولید زیات والي سره کار زیاتېږي، او دغه راز د بازار پراختیا فرصتونه رامنځته کېږي. د بېلګي په توګه موږ له غړو سره هېوادونو سره په اړیکه کې یوو چې د لمریزې ټکنالوژۍ لرونکي دي چې د افغانستان له خصوصي سکتور سره مرسته وکړي.))

د هرات صنعتي ښارګوټي له ځینو کارخونو ملاتړ، د اړتیا برښنا تولید، د میرمنو سوداګریزو فعالیتونو پراختیا او د کوچنیو صنایعو پراختیا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو نور مرستندویه پروګرامونه دي.

د هرات د صنایعو او کانونو خونې رییس، حمیدالله خادم په دې اړه وايي: "موخه دا ده چې د کورنیو تولیداتو د پراختیا ملاتړ وشي . اصلي تمرکز د هرات د برېښنا تأمین دی. د هرات صنعتي ښارګوټی له جدي برېښنا کمښت سره مخ دی او دا د صنعتکارانو له اساسي ستونزو شمېرل کېږي."

د مدني ټولنې فعال، عبدالکریم حق یار هم په دې اړه وايي: " اقلیم بدلون د افغانستان خلکو ته لویې ستونزې را پیدا کړې دي. د دې بدلونونو له پایلو یوه بې‌ځایه کېدل او کډوالي ده. دغه بدلونونه همداراز د بې وزلۍ د زیاتوالي، د کرنې او مالدارۍ د له منځه تلو لامل شوي دي. دا دواړه برخې د افغانستان د خلکو اصلي عایداتي سرچینې دي، چې اوس د نابودۍ له خطر سره مخ دي."

د ملګرو ملتونو سازمان دغه چارواکي زیاتوي چې له کورنیو بېځایه شویو او له ګاونډیو هېوادونو را ایستل شویو کډوالو، د هرات زلزله ځپلو، روږدو درملنې، د کوکنارو بدیلو کښتونو او د افغانستان اسلامي بانکوالۍ څخه ملاتړ کوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه